سوداګري

ننګرهار کې لوړو تعرفو د شوکاڼو فابریکې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ کړې دي

ننګرهار ولایت کې د شوکاڼي د پروسس لسګونه فابریکې فعالیت لري، چې پکې زرګونه کسان په کار بوخت دي.

د دې فابریکو مسوولین وایي، چې د طالبانو له راتګ وروسته پرې ګمرکي تعرفه لوړه شوې او له امله یې دوی له سخت زیان سره مخ دي.

حاجي حبیب چې د شوکاڼي د پروسس فابریکه لري وایي، په تېر حکومت کې یې په ټن ۷۰۰ افغانۍ تعرفه ورکوله، چې د طالبانو په راتګ دا تعرفه لومړی ۱۴۰۰ او بیا ۱۸۰۰ افغانیو ته لوړه شوه.

دی وایي: «د حکومت تعرفه یوه چې تر ۱۸۰۰ ده موږ تحویلوو  ۱۴۰۰ رانه ګمرک اخلي په دې کې موږ ته لوی زیان دی موږ مجبور یو فابریکې وتړو.»

د فابریکو مسوولین وايي دوی په اوس وخت کې د طالبانو د لوړو ګمرکي تعرفو له امله هر موټر کې له ۵۰۰ افغانیو زیان سره مخ دي، چې په خبره یې باید له جېبه یې ورکړي.

دوی که څه هم د شوکاڼي د پروسس د تړل شویو فابریکو کره شمېره نه ښيي، خو وایي اوس هم لسګونه فابریکې د همدې لوړو تعرفو له امله تړل شوي او زرګونه کسان چې په کې په کار بوخت وو وزګار شوي دي.

کارګر یې د طالبانو له ادارې غواړي، چې خلکو ته دې د اسانتیا برابرې کړي نه دا چې پر دوی فشار راولي او ستونزې رامنځته شي.

نورالله چې د کانونو په یوه فابریکه کې منشي دی وایي، مالیې ورځ تر بلې لوړېږي او بیې ټېتيږي، چې دې کار سره سوداګر اړ دي کارخونې وتړي.

دی زیاتوي: «زه له کلونو راهیسې کار کوم، اوس وېره شته چې فابریکه وتړل شي، پاکستان ته ډېر صادرات روان دي هرې خوانه راځي مخکې بیې لوړې وې اوس ټیټ شوې دلته تعرفه لوړه شوه دا یوه ستونزه ده.»

محمدعمر له طالبانو غواړي، چې د دوی د کار پر وړاندې د خنډ پر ځای دې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو کاري فرصتونه ډېر او ځوانان په کار شي.

نوموړی زیاتوي: «موږ په کار بوخت وو ښه مو ولیدل ډېر فابریکې بندې شوې که طالبان ورته زمینه برابره کړي هرومرو دوی کار کوي او خلک په کار کېږي.»

هڅه مو وکړه، چې په ننګرهار کې د ګمرکي تعرفو د لوړوالي په اړه د دې ولایت د ګمرک لپاره د طالبانو د ریاست نظر هم واخلو خو له هڅو سره سره بریالي نه شوو.

ننګرهار کې د کانونو او پطرولیم ریاست لپاره د طالبانو مسوولین هم مني، چې تعرفې لوړې شوي.

دوی وایي مخکې به د شوکاڼو د پروسس او استخراج په کارخانو کې شاوخوا ۲۵ زره کسان په کار بوخت وو، چې اوس د لوړې تعرفې له امله ډېری بېکاره شوي دي.

د طالبانو د کانونو ریاست د معلوماتو پربنسټ ننګرهار کې سوداګرو د شوکاڼې د استخراج او پروسس به برخه کې ۸۰ مليونه ډالر پانګونه کړې ده.

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وايي، چې اوسمهال په ټول هېواد کې د شوکاڼي د پروسس ۳۲ وړې او لویې کارخونې فعالیت کوي.

د یادونې وړ ده، چې شوکاڼی یو ډول صنعتي منرال دی، چې په بېلابېلو صنایعو لکه درمل جوړولو، سینګارتوکو، د ربړونو او پلاستيکو په تولید، غوړیو، پي‌وي‌سي او د صنایعو نږدې سلو نورو بېلابېلو برخو کې کارول کېږي.