د کالیفورنیا پولیسو اعلان کړی چې د سانخوزه او سانتا کلارا د سرحد په سیمه کې د «وېستفیلد وېلي فیر» په نوم د یو پلورنځي په مرکز کې د ډزو له امله درې کسان ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پولیسو په وینا، دا پېښه د «بلک فرایډې» د رخصتۍ د ډېرو مشتریانو د بېروبار په اوج کې رامنځته شوه او د پلورنځي د لوی مرکز له خوا د خلکو د وېرې او پراخې سرګردانۍ لامل شوه.
په دې پېښه کې یو سړی، یوه ښځه او یوه ۱۶ کلنه نجلۍ د مرمیو د لګېدو له امله ټپیان شوي خو د دوی حالت ښه بللی شوی.
د سانخوزه د پولیسو ویاند ویلي، دا پېښه د دوو کسانو ترمنځ رامنځته شوې او ډزې په مستقیم ډول پر مشتریانو نه وې.
د پولیسو په وینا، مشکوک کس د امنیتي ځواکونو له رسېدو مخکې د پېښې له ځایه تښتېدلی او تر اوسه نهدی نیول شوی؛ همدارنګه په سیمه کې هېڅ ډول وسله، نهده موندل شوې.
