Uncategorized @ps روغتیا

زابل کې کورونا ناروغي زياته شوې ده

زابل ولایت کې، چې د کورونا وروستیو څپو پکې د ۸۲ تنو ژوند اخیستی دی، تازه يو ځل بيا د کورونا مثبتي پېښي پکې زياتي شوي دي.

کلات کې د کورونا د درملنی په مرکز کې بستر ناروغان، چې درملنه یې بشپړېدونکې ده وایي، کرونا وژونکې ناروغي ده او باید احتياط ورسره وشي.

د حميدالله په نوم پر کورونا یو اخته ناروغ د آمو ټلویزیون له خبریال سره خبرو کې وویل، چې ناروغي يې سخته وه او له سختې تبې، د ستوني او بدن درد څخه کړېده، چې وروسته یې روغتون ته مراجعه وکړه او د کرونا معاينات يې مثبت شول.

هغه وایي: «کورونا ډېره خطرناکه ناروغي ده که احتياط ورسره ونه شي، انسان وژلای شي.»

زابل کې د طالبانو د روغتيا رياست د مالوماتو له مخې له تېرو دوو مياشتو راهیسې د دغه ولایت له مرکز کلات او ولسوالیو څخه شاوخوا ۴۰۰ پر کورونا اخته ناروغان د زابل د کورونا روغتون ته د درملني لپاره وروړل شوي دي، چې زيات يې روغ او د ځينو درملنه لا هم روانه ده.

د زابل د روغتیا رییس ډاکتر عبدالحکيم حکيمي وایي، په دغه ولایت کې د کورونا د مخنیوي لپاره د واکسين د تطبيق ترڅنګ د عامه پوهاوي کمپاين روان دی.

ښاغلی حکیمي وایي: «موږ ټول زابل کې د کورونا د مخنیوي لپاره د واکسين کمپاين پېل کړی، چې د کورونا د مخنیوي په برخه کې به ښې پايلي ولري او زابل ولایتي روغتون کې هم د کورونا په برخه کې امکانات لرو.»

د زابل د کورونا درملني د مرکز روغتياپالان وایي، پر کورونا د اخته يو شمېر ناروغانو حالت نازک وي، خو دوی يې د درملني لپاره بشپړ امکانات لري.

د زابل د کرونا ولایتي روغتون مشر ډاکتر انورالدين همت څرګندوي: «د ځينو ناروغانو وضعیت ډېر خراب وي، چې موږ يې له بستر کېدو سره درملني ته ځانګړې پاملرنه کوو، يعني امکانات مو شته.»

کورونا د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ افغانستان کې  له ګڼو خلکو ژوند واخیست، خو د واکسين له رارسېدو او د امکاناتو له زياتوالي سره يې روغتیایي مسوولين د نسبي مخنیوي خبر ورکوي.