شان ونډایور: سپېنې ماڼۍ ته څېرمه پر ملي ګارډ برید کې، یوازې بریدکوونکی مسوول، دا باید په ټولیز ډول له کډوالۍ سره ونه تړل شي
د افغان ایوک «AfghanEvac» بنسټ مشر شان ونډایور، چې په امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو ملاتړ کوي، د يو افغان له لوري د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو د وروستي برید په اړه غبرګون ښودلی او ویلي دي چې د برید کوونکی د خپل جرم یوازینی مسئول دی او دا پېښه باید د ټولې افغان پناه غوښتونکو ټولنې د قضاوت لپاره ونه کارول شي.
شان ون ډایور ویلي: «یوازې همدا شخص د خپلو اعمالو مسئول دی. د یو فرد یوازینی او تاوتریخوالي عمل هېڅکله باید د یوې بشپړې ټولنې د سپکاوي یا ارزونې لپاره پلمه نه شي.»
د افغان ایوک مشر ټینګار کړی چې د امریکا د امنیتي ادارو له خوا د واقعیت پر بنسټ یوه څېړنه باید وشي ترڅو روښانه شي چې دغه پېښه څنګه رامنځته شوې، او دوی یې بشپړه ملاتړ کوي.
نوموړي دا خبرې وروسته له هغې پېښې کړي، چې د رحمانالله لکڼوال، په نوم یو ۲۹ کلن، افغان د چهارشنبې په ورځ د امریکا ملي ګارډ پر ځواکونو ډزې وکړې
ولسمشر ډونالد ټرمپ تر پېښې وروسته وویل:
«دا حیوان به سخته سزا وویني او، موږ باید د ټولو هغو افغانانو بیاکتنه وکړو چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې امریکا ته راغلي، او د هغو کسانو پر وړاندې ټول اړین ګامونه پورته کړو چې دلته د ژوند وړ نه دي.»
د متحده ایالاتو د کډوالۍ فدرالي اداره وايي د دې اقدام موخه د امریکا امنیت خوندي کول دي، خو ځینې څارونکي وايي چې د افغان کډوالو پر ژوند او راتلونکې به یې سخت اغېزې ولري.
ټرمپ په خپلو خبرو کې افغانستان «د ځمکې جهنم» بللی او ویلي یې دي چې دا افغان د ۲۰۲۱ په سپتمبرکې د بایډن ادارې له خوا د «بدنامې» تخلیې الوتنو له لارې امریکا ته لېږدول شوی و.
