ایراني چارواکي وايي په شمالي خراسان ولایت کې د افغانستان، ازبېکستان او ایران ګډه سوداګریزه خونه جوړه شوې ده، چې موخه یې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.
د «صدا او سیما» د راپور له مخې، د دې خونې مسؤول پورآبادي وایي چې له دې لارې به د شمالي خراسان سوداګریزې اړیکې له افغانستان او ازبیکستان سره پراخې شي.
هغه زیاتوي چې ګډه سوداګریزه خونه به دواړو لورو ته دا زمینه برابره کړي چې خپل اقتصادي ظرفیتونه وپېژني، سوداګر له یو بل سره وتړي او د بهرنیو سوداګریزو سفرونو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.
پورآبادي وايي، که څه هم دا مهال د شمالي خراسان مستقیمې سوداګریزې اړیکې له افغانستان او ازبیکستان سره ډېرې کمې دي، خو د دې خونې جوړېدل به د همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ د زیاتوالي او د ګډو بازارونو د موندلو زمینه برابره کړي.
دا اعلان په داسې وخت کې شوی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا له امله افغانستان د پاکستان له لارې سوداګریزې لارې له ۴۲ ورځو راهیسې تړلې دي او طالبان له سوداګرو غواړي چې بدیلې لارې وکاروي.
