سوداګري

اې اېف پي: افغانستان له پاکستان سره د ترینګلو اړیکو له امله د نوو سوداګریزو لارو په لټه کې دی

د اې اېف پي خبري آژانس د راپور له مخې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو خونړیو نښتو او د اړیکو د خرابېدو له امله، کابل هڅه کوي خپلې سوداګریزې لارې پراخې او بدیل شریکان پیدا کړي.

پاکستان د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی او د ډېرو خرابېدونکو صادراتو لکه انارو، اینځرو، انګورو او نورو میوو اصلي بازار ګڼل کېږي. خو د اکتوبر په ۱۲مه د لارو له تړل کېدو وروسته لسګونه بار وړونکي موټر ودرېدل او دواړو لورو ته له ۱۰۰ میلیونو ډالرو زیات تاوان واوښت.

طالبانو سوداګرو ته ویلي چې پر پاکستان تکیه کمه کړي او بدیلې لارې ومومي. د هرات د سوداګرۍ خونې په وینا، له ایران او ترکمنستان سره سوداګري له ۶۰ تر ۷۰ سلنه پورې لوړه شوې ده. افغانستان په لومړي ځل روسیې ته هم انار او مڼې صادرې کړې دي.

هند د افغاني توکو یو بل مهم بازار بلل کېږي؛ د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نوي ډیلي ته تللی څو د آریانا هوایي شرکت د مال وړلو فیسونه راکم کړي دي.

سره له دې، شنونکي وایي چې د چابهار بندر کارول د پاکستاني بندرونو په پرتله لوړ لګښت‌ لري او د امریکا بندیزونه یې پر سوداګرۍ اغېز کوي. د دوی په باور، د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې ترینګلتیا پای ته ورسوي، ځکه نه افغانستان د پاکستان د لوی بازار بدیل لري او نه پاکستان د مرکزي آسیا د سوداګرۍ بدیل ټرانزیټ مومي.

پاکستاني سوداګر هم سخت اغېزمن شوي دي؛ په پېښور کې د مېوو بیې لوړې شوې او زرګونه کانټینرونه په لارو کې بند پاتې دي چې هره ورځ د سلګونو زرو ډالرو په ارزښت زیان کوي.