د خیبرپښتونخوا د بنو ولسوالۍ ابتدایه محکمې پرون سه شبنه(۱۹م نومبر ۲۰۲۵) د ګیلهمن وزیر ورور عرفات پښتین او د هغه د تره زوی حاضر خان وزیر بندیان کړي دي. د دوی کورنۍ او ملاتړي وایي چې د اصلي قاتلانو پر ځای د قرباني کورنۍ غړي بندي کول د انصاف خلاف عمل او د عدالت سپکاوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: « پر ځای د دې چې د پاکستان عدالت او پولیس لږ تر لږه هم انسانيت ولري او ګیلامن شهید ته انصاف ورکړي، پاکستان برعکس د ملي شهید کورنی او خپلوان شکنجه کوي او ځوروي.»
د عرفات پښتین ورور تاج نعیم وزیر ویلي، چې ورور یې د ګیله من وزیر پر قتل تورن آزاد داوړ باندې د برید په تور نیولی. هغه وايي: « زما مشرورور عرفات پشتین او زما تره حاضر وزیر څو شيبې مخکې د بنو په عدالت کې پولیسو په داسې تور ونیول چې ګواکې په ازاد داوړ د برید په قضیه کې ککړ دي، حال دا چې زموږ د کورنۍ هېڅ غړی له دغه برید سره هېڅ ډول تړاو نه لري، او دا تور په بشپړه توګه بېبنیاده دی.»
مدني فعالان وایي چې پاکستانۍ ادارې د پښتنو پر وړاندې فشار زیات کړی، د هغوی خیرخواه مخکښ خلک لادرکه کوي، او په سوشل میډیا کې پروپیګنډه خپروي. د دوی په وینا دغه کړنې د پښتنو د حق غوښتنې د لارې بندولو، د ظالمانه کړنو خوندي کولو او د ځايي ادارو د نفوذ پراخولو لپاره ترسره کېږي.
منظور پښتین او نور سیاسي فعالان وايي چې سره له ټولو ظلمونو، د پښتنو مقاومت روان دی او دوی له خپل ملي دریځ څخه تر هغو نه په شا کېږي، تر څو خپله خاوره د زورواکۍ او ناوړه واکمنۍ له تاثیر څخه خوندي نه کړي.
