د غزې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییلو په څلورو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵ فلسطینیان وژل شوي دي. شاهدان او روغتیايي کارکوونکي وایي چې دا څلور واړه بریدونه د هغې “ژېړې کرښې” هاخوا شوي چې د اسراییلي او فلسطین تر کنټرول لاندې سیمو د توپیر لپاره ټاکل شوې وه.
اسراییلي پوځ ادعا کوي چې برید یې وروسته له هغې کړی چې د حماس جنګیالیو د اوربند خلاف ډزې کړې، خو حماس دا بریدونه “خطرناک زیاتی” بللی او له امریکا یې غوښتي چې پر اسراییلو د فشار لپاره اقدام وکړي.
په زیتون سیمه کې ۱۰ کسان، په شجاعیه کې ۲ او په خان یونس کې په دوو جلا بریدونو کې ۱۳ تنه وژل شوي دي. دواړه ودانۍ چې په نښه شوي، د بېکوره شویو کورنیو د استوګنې ځایونه وو.
که څه هم د اکتوبر د ۱۰مې اوربند د دوو کلونو جګړې زور راکم کړی او ګڼ فلسطینیان خپلو ویجاړو شویو کورونو ته ستانه شوي، خو تاوتریخوالی لا هم بشپړ نه دی درېدلی.
د فلسطین روغتیايي چارواکو په وینا، د اوربند له اعلان راهیسې په غزه کې ۳۰۵ فلسطینیان وژل شوي دي، په داسې حال کې چې اسراییل د خپلو درې سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
