نړۍ

امریکا، سعودي عربستان «له ناټو پرته» خپل لوی متحد اعلان کړ؛ ستراتیژیک دفاعي تړون لاسلیک شو

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د سعودي عربستان ولی‌عهد محمد بن سلمان د سې شنبې په ورځ د امریکا-سعودي ستراتیژیک دفاعي تړون لاسلیک کړ. ټرمپ په رسمي توګه سعودي عربستان «له ناټو پرته» د لوی متحد په توګه اعلان کړ.

د سپینې ماڼۍ په وینا، د تړون په چوکاټ کې به سعودي عربستان د امریکايي وسلو یوه لویه کڅوړه ترلاسه کړي، چې په کې د ایف-۳۵ جنګي الوتکو وړاندې کول او شاوخوا ۳۰۰ ټانکونه شامل دي. دغه تړون به د امریکا د دفاعي شرکتونو لپاره په سعودي کې د فعالیت اسانتیاوې برابرې کړي او سعودي ته به د امریکا د لګښتونو په شریکولو کې ځانګړې مالي ګټې ورکړي.

د سعودي دفاع وزیر خالد بن سلمان وویل چې دا تړون د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکې همکارۍ ژمنتیا، د سیمه‌ییز امنیت پیاوړتیا او د نړیوالې سولې د پرمختګ څرګندونه کوي.

د امریکا په قانون کې  «له ناټو پرته لوی متحد» یا (ایم این این اې) وضعیت ځینې ځانګړي امتیازات ورکوي، په ځانګړي ډول د دفاعي سوداګرۍ او امنیتي همکارۍ په برخو کې، خو د مستقیمو امنیتي تضمینونو ضمانت نه لري. مخکې بحرین، مصر، اسرائیل، اردن، کویت او قطر هم ورته درجه ترلاسه کړې ده.

په همدې ورځ د ملکي اټومي انرژۍ د همکارۍ په اړه ګډه اعلامیه هم لاسلیک شوه، چې د سپینې ماڼۍ په وینا امریکا او امریکايي شرکتونه به د سعودي د ملکي اټومي انرژۍ غوره شریکان وي، او ټولې همکارۍ به د غیر پراختیایي معیارونو سره سم ترسره شي.

سربېره پر دې، د مهمو منرالونو چوکاټ به د موادو د اکمالاتو د تنوع او همکارۍ پراختیا یقیني کړي، او د مصنوعي ځیرکتیا تفاهم لیک سعودي ته د نړۍ مخکښو امریکايي سیسټمونو ته لاسرسی ورکوي، په داسې حال کې چې د امریکا ټیکنالوژي د بهرنیو اغېزو څخه خوندي پاتې کېږي.

دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې راتلونکو اوونیو کې د سوداګرۍ مسایلو، په ځانګړي توګه د غیرګمرکي محدودیتونو کمولو او د پانګونې چاپیریال ښه کولو په اړه خبرې بیا پیل کړي.

د لېدنې پر مهال ولی‌عهد محمد بن سلمان وویل چې سعودي به په امریکا کې خپلې پانګونې له ۶۰۰ میلیارده ډالرو څخه تر ۱ تریلیون ډالرو پورې لوړوي. هغه وویل: «زه باور لرم، ولسمشره، چې نن او سبا به اعلان وکړو چې خپلې ۶۰۰ میلیارده ډالرو پانګونې نږدې ۱ تریلیون ته لوړوو، په بېلابېلو برخو کې به حقیقي پانګونې او فرصتونه رامنځته کړو.»

د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ ټرمپ، محممد بن سلمان او د امریکا او سعودي شرکتونو ۴۰۰ څخه زیات اجرایوي مشران به د امریکا-سعودي پانګونې فورم کې ګډون وکړي، او ټرمپ به خپله وینا وړاندې کړي.