روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې تر ۸.۳ میلیونه ډېرو ماشومانو د شري ناروغۍ واکسین ترلاسه کړی

د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د شري ناروغۍ د واکسین د دویم پړاو کمپاین له پای ته رسېدو سره سم، د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې تر ۸.۳ میلیونه ډېر ماشومان د دغه کمپاین له لارې واکسین شوي دي.

د راپور له مخې، دویم پړاو کمپاین د روان کال د اکتوبر له ۲۹مې پیل شوی او له ۶ میاشتو څخه تر ۱۰ کلونو عمر لرونکو ۸،۳۵۵،۴۴۶ ماشومانو ته د شري ناروغۍ واکسین ورکړل شوی، چې د نږدې ۹ میلیونه هدف څخه  ۹۱.۷ سلنه پوښښ ته رسیدلي دي.

سربېره پر دې، ۳،۹۵۳،۹۶۱ ماشومانو چې عمرونه یې له یوې ورځې تر ۱۰ کلونو پورې دي، د دوه ظرفيتي فلج د خولې واکسین یو ډوز هم ترلاسه کړی دی. دا واکسین په پنځو جنوبي ولایتونو او یو ولایت په جنوب ختیځ کې تطبیق شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، افغانستان د شري ناروغۍ د ټول هېواد لومړي پړاو کمپاین چې د اکتوبر میاشت کې بشپړ شوی و، شاوخوا ۸.۳ میلیونه ماشومان واکسین شوي و، او د دویم پړاو کمپاین سره هڅه کوي چې ټول ماشومان واکسین شي.

دغه کمپاین د شري ناروغۍ د دوامدار خپرېدو او د منظم واکسین د کم پوښښ په ځواب کې پیل شوی و. څېړنې ښيي چې یوازې ۵۱ سلنه ماشومان لومړی ډوز او یوازې ۳۷ سلنه یې دویم ډوز ترلاسه کړې و.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی ادوین سنیزا سالوادور، ویلي: «د دویم پړاو کمپاین تطبیق د ۹ میلیونه نورو افغان ماشومانو د ساتنې لپاره د سازمان ژمنتیا، د افغانستان د روغتیا چارواکو، همکارانو او ټولنو ګډه هڅه څرګندوي. د ۹۱.۷ سلنه ماشومانو پوښښ یوه لویه لاس‌ته راوړنه ده، خو زموږ کار لا ادامه لري، ځکه باید هر ماشوم، په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې، واکسین ته لاسرسی ولري. سازمان ژمن دی چې هېڅ ماشوم له واکسین پرته پاتې نشي. »

په افغانستان کې د یونیسف استازی تاج‌الدین اویوالي، ویلي: «د دویم پړاو کمپاین پای یو مهم ګام دی چې ماشومان د ناروغیو په وړاندې خوندي کړي. د میلیونونو ماشومانو واکسین ته لاسرسی یوازې د دې لپاره ممکن شوی چې کورنۍ، روغتیايي کارکوونکي او همکاران د ماشومانو د خوندي ساتلو په هدف سره ګډ کار کړی دی. یونیسف به د منظم واکسین د پیاوړتیا او د ټولو ماشومانو د سالم پرمختګ لپاره د اړتیا وړ واکسینونو ورکولو هڅې دوامداره کړي.»