بشري حقوق

طالبانو په ننګرهار کې دوه کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور په دُرو وهلي

انځور له آرشیف

طالبانو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې، دوه کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور د خلکو پر وړاندې په دُرو وهلي دي. د طالبانو له بیا واک ته رسېدلو وروسته، دا د هغې لړۍ دوام دی چې پر متهمینو بدني سزاګانې پلي کوي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې ويل شوي چې هر کس ته ۲۰ دُرې ورکړل شوې او له شپږو میاشتو تر یو کال پورې د بند سزا ورته ټاکل شوې ده.

د معلوماتو له مخې، دا سزا د سترې محکمې تر تأیید وروسته د لومړنۍ محکمې په حکم عملي شوې ده. طالبان وايي، د سزا پر مهال د دوی سیمه‌ییز چارواکي هم حاضر وو.

دا پېښه په داسې مهال رامنځته کېږي چې طالبانو د همدې اونۍ په پیل کې، په کابل کې هم ۱۱ کسان د « نشه‌يي ګولیو، الکولي مشروباتو او شیشې» د پلور او قاچاق په تور په دُرو وهلي وو.

تر دې مخکې په زابل ولایت کې هم ۱۹ کسان، چې یوه ښځه هم پکې شامله وه، د خلکو پر وړاندې په دُرو وهل شوي وو.

د بشري حقونو نړیوال سازمانونه وايي چې د طالبانو دا ډول سزاګانې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده او د «ظالمانه، غیرانساني او سپکوونکي چلند» بڼه لري.