سوداګري

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه: له پاکستان سره دې سوداګري بېرته پیل شي

پر ډیورنډ فرضي کرښه تورخم لار

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنايعو ګډې خونې له پاکستان حکومته غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بندې شوې سوداګریزې لارې ژر تر ژره پرانیزي او سوداګري بېرته فعاله کړي. دغه غوښتنه د خونې رئیس جنید مکدا په هغه رسمي لیک کې کړې چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت او د فډرالي عوایدو د ادارې اړوندو دفترونو ته استول شوی دی.

په لیک کې ویل شوي چې د ډیورنډ فرضي کرښې د اوږدمهاله بندېدو له امله سلګونه سوداګریز موټر د تورخم، چمن، غلام خان او نورو لارو په اوږدو کې بند پاتې دي، چې د دواړو هېوادونو پر سوداګرو، کارګرو او د اړتیاوو پر رسولو یې دروند مالي فشار راوستی دی.

مکدا لیکلي چې زرګونه بار وړونکي کانتینرونه چې افغانستان، ازبیکستان او نورو مرکزي آسیا هېوادونو ته مالونه لېږدوي، اوس په ټول پاکستان کې سرګردان دي، او سوداګر هر کانتینر ته هره ورځ له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ډالره د ځنډ لګښت ورکوي.

د سوداګرۍ خونه وايي چې د دواړو هېوادونو کلنی دوه اړخیز او د ټرانزیټ له لارې سوداګري تر پنځو میلیارده ډالرو د لوړې کچې وړتیا لري، خو د پر ډیورنډ فرضي کرښه د محدودیتونو او بندېدو له امله دا کچه اوس له یو میلیارد ډالرو هم ښکته شوې ده چې دا د پاکستان د اقتصاد لپاره هم ستر زیان بلل کېږي.

په لیک کې ټینګار شوی چې د افغانستان او پاکستان څانګې په نږدې همغږۍ کار کوي او کولای شي د سوداګرۍ د عادي کېدو لپاره ګډې اسانتیاوې برابرې کړي.

مکدا له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان سوداګریزو مالونو د تګ اجازه ورکړي، ټولې سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي، د زیانمنو سوداګرو او ټرانسپورټي شبکو لپاره د بېړني ملاتړ یو روښانه میکانیزم جوړ کړي، او د استثنايي حالاتو له امله د کانتینرونو د بند او ځنډ ټول لګښتونه معاف کړي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې غوښتنه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.