د طالبانو د کابل ولایت د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ، د فرخندې نومې ۱۷ کلنې نجلۍ مړینه تأیید کړې ده؛ هغه نجلۍ چې د ځینو سرچینو په وینا په مشکوکو شرایطو کې یې په کابل کې ژوند بایلیلی دی.
نوموړي ویلي چې د فرخندې د کورنۍ په وینا، د هغې د مړینې لامل د مغزي سکتې په توګه ښودل شوی دی.
د ځدراڼ په وینا، د دې پېښې پلټنه پیل شوې ده او د دغې نجلۍ کورنۍ «پر هېچا کوم شکایت یا تور نه دی لګولی.»
سرچینې وايي چې یادې نجلۍ تازه په تخار ولایت کې له یو سړي سره واده کړی و، او «د هغې وژنه» په کابل کې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري د دې ډول پېښو د معلوماتو خپرول تل محدود وي.
طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې معلوماتو ته په لاسرسي بېساری بندیزونه لګولي، چې له امله یې د دې ډول پېښو راپور ورکول سخت شوي دي.
یاده پېښې په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
