پاکستان-افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې خبر ورکړی چې د لارو تړل او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ درېدل که دوام وکړي، پاکستان به نه یوازې د افغانستان لوی بازار، بلکې په منځنۍ اسیا کې څو میلیوني سوداګریز فرصتونه هم له لاسه ورکړي.
د دې اتاق مرستیال ضیاءالحق سرحدي د پاکستاني رسنیو سره ویلي چې اسلاماباد تازه له منځنۍ اسیا سره مهم تجارتي تړونونه لاسلیک کړي، خو له افغانستان سره روان کړکېچ دغه بازارونه له لاسه ورکولو ته هڅوي.
بل لور ته، د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د حکومتي سرچینو په حواله لیکلي چې افغانستان د اوبو بندرونو ته د لاسرسي لپاره پر ګاونډیو، په ځانګړي ډول پاکستان، سخت متکي دی او د لارو تړل د افغانستان پر صادرونکو دروند فشار اچوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځه د سوداګري ځنډېدل دوېمې میاشتې ته داخلېږي؛ هغه راکړه ورکړه چې ارزښت یې نږدې دوه میلیارد ډالره و او اوس د سیاسي او امنیتي ترینګلتیا له امله فلج شوې ده.
پاکستان د افغانستان له یو میلیارد ډالرو زیات بازار له لاسه ورکړی، او د افغانستان صادراتي توکو د پاکستان نږدې ۶۰۰ میلیونه ډالره بازار فرصت له لاسه وتلی.
دغه راز د دوو هېوادونو ترانزیټي سوداګري چې کال یې له ۵۰۰ میلیونه ډالرو اوړي، په بشپړه توګه بنده ده.
شمېرې ښيي چې د افغانستان د سوداګریزو او ترانزیټي توکو له ۵۵۰۰ ډېر کانتینرونه په پاکستان کې بند پاتې دي او د لارو د پرانیستلو په تمه دي.
پاکستان څه صادرول؟
پاکستان هره میاشت ۱۰۰ تر ۲۰۰ میلیونه ډالرو پورې توکي افغانستان ته لېږل؛ لکه وریجې، تازه مېوې، درمل، سمنټ، ټوکر،سنګار توکي او روغتیايي توکي، بوټان او پلاستیکي پایپونه.
پاکستان ته د افغانستان صادرات؟
افغانستان پاکستان ته مهم صادرات لرل؛ چې مېوې او سبزيجات، ډبرو سکاره، قیمتي ډبرې، تالک، طبی نباتات او مالوچ (پنبه) شامل وو. دا مهال د دواړو غاړو باروړونکي موټر د بندو لارو له امله درېدلي دي.
طالبانو تازه اعلان کړی چې سوداګر دې د تجارت بدیل لارې ولټوي او همدارنګه یې له درملو واردونکو غوښتي چې له پاکستانه د درملو واردات بند کړي.
هممهاله، اکسپرس ټریبیون راپور ورکړی چې د پاکستان ګمرک د افغانستان هغه توکي په تفتان کې درولي چې د ایران له لارې پاکستان ته داخلېدل.
ویل شوي دا توکي د «ژر اخیستلو پروګرام» له لارې د ناوړه ګټې اخیستنې په هدف راوړل شوي وو.
اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي ترینګلتیا دوام به دواړو لوریو لپاره لوی اقتصادي زیانونه ورسوي.
د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي وایي:
، اقتصادي چارو شنونکي، آمو ته ویلي:
«»دافغانستان او پاکستان اقتصادونه یو له بل سره تړلي دي، او د روان وضعیت دوام د سیمې پر تجارت هم د خطر سیوری غوړولی دی
