د طالبانو د رئيسالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، په کابل کې له افغان سوداګرو او صنعتکارانو سره په یوه خبري ناسته کې ویلي چې که پاکستان غواړي له افغانستان سره سوداګریزې لارې پرانیزي، باید «پياوړي او باوري تضمینونه» ورکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې دغه لارې به یوازې هغه وخت بېرته پرانیستل شي، که ډاډ ورکړل شي چې «په هېڅ حالت کې، نه د جګړې پر مهال او نه د عادي وضعیت په وخت، بېرته نه تړل کېږي.»
د پاکستان چارواکو تر اوسه د طالبانو د دې غوښتنې په اړه څرګندونې نه دي کړې.
دا لارې وروسته له هغې وتړل شوې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې له تړل کېدو تر یوې میاشتې ډېر وخت واوښت.
په همدې غونډه کې عبدالغني برادر له پاکستان څخه د درملو د وارداتو د بندېدو غوښتنه هم وکړه او واردوونکو ته یې درې میاشتې مهلت ورکړ چې له پاکستاني سوداګرو سره خپل مالي حسابونه تصفیه کړي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو او د پاکستان د پلاوي وروستۍ دوه پړاوې خبرې اترې په ترکیه کې بېپایلې پای ته رسېدلې. دواړو لورو یو بل د «د مسؤلیتونو نهپوره کولو» تور پورې کړی.
