سوداګري

د برېښنا د نشتوالي له امله د کندهار د صنعتي پارک نيمایي کارخونې تړل شوې دي

د کندهار په صنعتي پارک کې تر ۳۰۰ زياتې توليدي فابريکې فعالیت لري، خو له تېرې يوې مياشتې راهيسې، چې د اوبو د کمښت له امله د کجکي برېښنا بنده شوې په صنعتي پارک کې پنځوس سلنه فابريکې تړل شوې دي.

د کندهار د صنعتي پارک د اوړو توليدي کارخونې رییس خیرګل افغان وایي دا مهال دوی ته په دوو ورځو کې ۸ ساعته برېښنا ورکول کېږي، چې دې چارې د دوی د فعاليت مخه نيولې او تر سلو زياتې فابريکې د کندهار په صنعتي پارک کې تړل شوې دي.

نوموړی زیاتوي: «زموږ برېښنا سمه نه ده او که حالت همداسې دوام وکړي، زيات شمېر کارخونې به وتړل شي، يا به ګاونډيو هېوادونو او نورو ولایتونو ته ولېږدول شي.»

پر همدې مهال د کندهار د کانونو او سوداګرۍ خونې رییس سيد سرور اماني وايي، په کندهار ولایت کې ۳۰۰ توليدي کارخونو فعالیت درلود، خو له کله چې، د کجکي برېښنا بنده شوې د کندهار پنځوس سلنه توليدي فابريکو خپل فعاليت درولی دی.

ښاغلی اماني وایي دا مهال توليدي کارخونو خپل نيمایي کارکونکي وزګار کړي دي.

نوموړی وایي د کجکي برېښنا د نشتوالي له امله ديزلي او سولري برېښنا هم نه ورکول کېږي، چې دې کار د کندهار پر صنعتي وضعیت منفي اغيز کړی دی.

د کندهار د کانونو او صنایعو خونې رییس زیاتوي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، د کندهار زيات شمېر توليدي فابريکې به وتړل شي.

د طالبانو له خوا د کندهار د صنعتي پارک مسوول مفتي علي احمد بيا وایي، چې د کندهار ټولي توليدي فابريکې فعالې دي او په نږدې راتلونکي کې به سل نورې فابريکې هم فعالې شي. نوموړی وایي په دغو فابريکو کې تر ۱۷ زره زيات کسان کار کوي.

د کندهار په صنعتي پارک کې د وسپني ويلي کولو، ودانیزو او خوراکي توکو د توليد ترڅنګ د څښاکو لویې فابريکې هم فعاليت لري، چې د ځینو توليدات آن يو شمېر ګاونډيو هېوادونو ته هم استول کېږي.

اخوا، صنعتکاران وايي، که حالت بدل نشي، دوی به خپلې پانګې نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

موږ غوښتل چې په دې اړه په کندهار کې د برېښنا شرکت د مسوولینو نظر ترلاسه کړو، خو بریالي نه شوو.