د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي، د دغه وزارت د هڅو په پایله کې ایران موافقه کړې چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان د ټرانزیټي توکو د لېږد لګښتونو کې ۵۰ سلنه تخفیف ورکړي.
چارواکو د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، اوس مهال د چابهار بندر له لارې د افغان سوداګرو لپاره د توکو د لېږد او ڼرانزیټ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
د دوی په وینا، ایران افغان سوداګرو ته د شپږ میاشتو ویزې ورکوي چې د تمدید وړ دي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د انتقال لګښتونه هم راکم شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د چابهار بندر له لارې د ټرانزیټي فعالیتونو پراختیا به د افغانستان د سیمهییزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د صادراتو د زیاتېدو لامل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې، د تورخم او سپین بولدک د لارو له پرلهپسې بندېدو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړهورکړه له جدي خنډونو سره مخ شوې ده، چې د زرګونو موټرو د درېدلو او د توکو د خرابېدو لامل شوې ده. د دغو بندیزونو له امله ډېری افغان سوداګر اړ شوي چې د خپلو توکو د لېږد لپاره له بدیلو لارو، په ځانګړي ډول د چابهار بندر او د ایران د بندري مسیرونو څخه استفاده وکړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له ایران سره د ترانزیټي همکارۍ زیاتې شوې دي او دا بدیل به د افغانستان د سیمهییزو سوداګریزو اړیکو د تنوع او ثبات لپاره اغېزمن تمام شي.
