سعودي عربستان ویلي، له اسراییلو سره به اړیکې یوازې هغه وخت عادي کړي چې د فلسطین د دولت جوړېدو لپاره یوه واضحه نقشهلاره موجوده وي. دا څرګندونې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځ له راتلونکو خبرو وړاندې شوي، چې د نومبر پر ۱۸مه نېټه به په سپینه ماڼۍ کې ترسره شي.
ټرمپ هیله څرګنده کړې چې سعودي عرب به ژر د ۲۰۲۰م کال د «ابراهیم تړون» برخه وګرځي، خو د سعودي سرچینو له وینا سره سم، ریاض خپل دریځ نهدی بدل کړی. دوی وایي، تر هغه به له اسراییلو سره اړیکې عادي نهکړي څو د فلسطین د خپلواک دولت لپاره یو عملي پلان رامنځته نهشي.
سعودي چارواکي هڅه کوي د ټرمپ او محمد بن سلمان د سپینې ماڼۍ غونډه د دفاعي همکارۍ او پانګونې پر موضوع متمرکزه وساتي. تمه ده دواړه لوري د یو محدود دفاعي تړون لاسلیک وکړي، چې له مخې به د امریکا پوځي ملاتړ او د پرمختللو وسلو پلور ریاض ته چټک شي.
د خلیج سرچینو او لوېدیځو ډیپلوماټانو ویلي، دا تړون به د هغه بشپړ دفاعي تړون ځای ونیسي چې سعودي عرب یې له پخوا غوښتنه لرله، خو اوس یې بڼه محدوده شوې ده.
سعودي چارواکو ټینګار کړی چې د اسراییلو سره د اړیکو عاديکول باید د فلسطین د خپلواک دولت له جوړېدو سره تړلي وي. د دوی په وینا، د فلسطین د ازادۍ، د غزې له محاصرې د خلاصون، او د فلسطیني ادارې د بېرته راستنېدو پرته، د عاديکېدو امکان نشته.
شنونکي وایي، د ایران لهخوا د ګواښ کموالي او د غزې وروستیو پېښو د سیمې سیاسي توازن بدل کړی، او دا به ستونزمنه وي چې سعودي عرب پرته له فلسطیني حل څخه له اسراییلو سره اړیکې جوړې کړي.
تمه کېږي چې د ټرمپ او محمد بن سلمان د سپینې ماڼۍ راتلونکې غونډه به د خلیج امنیت، د وسلو د همکارۍ، او د سیمې د راتلونکې اړیکو په جوړښت کې مهم رول ولوبوي.
