په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست حسن بیکدلي د ګمرکونو له عمومي رئيس عسکري سره وکتل او له افغانستان سره د ایران د ګمرکي همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ د اسانتیا، د توکو د ټرانزیټ، او د سرحدي همغږۍ د پیاوړتیا په اړه نظریات تبادله کړل.
د ایران د ګمرکونو رئيس عسکري وویل، د ایران چمتو دی چې د دوغارون، ماهیرود، میلک او شمتیغ په پولو کې ۲۴ ساعته ګمرکي خدمتونه وړاندې کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز بهیر چټک او منظم شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان له لوري د تورخم او سپین بولدک د لارو د پرلهپسې تړلو له امله د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګريزې اړیکې زیاتې شوې دي. د افغان سوداګرۍ یوه برخه چې پخوا یې پاکستاني توکي واردول او یا افغاني توکي پاکستان ته صادرول، اوس هڅه کوي چې د ایران له لارې خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي، چې دا چاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لامل شوې ده.
