د طالبانو تر واک لاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې سږکال له کندهار ولایت څخه د وچو مېوو صادرات شاوخوا پنځه زره متریک ټنو ته رسېږي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولی وایي، د بستهبندۍ د کیفیت ښه کېدل، د وچولو معیاري طریقې او د بازارموندنې هڅې د صادراتو په زیاتېدو کې اغېزمنې دي.
د چارواکو په وینا اوس مهال شاوخوا پنځلس ډوله وچې مېوې – لکه ممیز، بادام، اینځر، شکرپاره او نورې وچې میوې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو راټولېږي، په شوراندام صنعتي ښارګوټي کې بستهبندي کېږي او بیا هند، پاکستان او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته صادریږي.
د سوداګرو په وینا، د پاکستان د لارې بندښت د صادراتو بهیر ورو کړی، خو د ایران له لارې د بندر عباس او چابهار بندرونو له لارې صادرات دوام لري.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت یو شمېر چارواکو د وچو مېوو له بازارونو لیدنه کړې او ویلي یې دي چې د دغه سکتور د ودې او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره به هڅې روانې وساتي.
شنونکي باور لري چې که د صادراتو لارې پرانیستې پاتې شي او د پروسس او بستهبندۍ ظرفیتونه پراخ شي، نو افغانستان کولی شي په سیمه کې د وچو مېوو یو مهم صادروونکی هېواد شي.
