افغانستان

کابل کې د هند سفارت: په افغانستان کې د یو کرنیز څېړنیز مرکز د جوړولو پر طرحه کار کوو

په کابل کې د هند سفارت شارزدافیر کرن یاداف ویلي چې هېواد یې د یوې نوې طرحې پر بنسټ پلان لري په افغانستان کې د «افغان–هند کرنیز څېړنیز مرکز» جوړ کړي. نوموړي دا څرګندونې په کابل کې طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزیر عطاءالله عمري سره د لیدنې پر مهال وکړې.

کرن یاداف وویل، یاد مرکز به د کرنې په برخه کې د علمي څېړنو، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو کمولو، د زراعتي حاصلاتو د ښه‌والي او د نوو کرنیزې ټکنالوژۍ د رامنځته کولو لپاره کار کوي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د کرنې، مالدارۍ، د زراعتي وسایلو د وارداتو او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د پراخولو په اړه هم خبرې وکړې.

عطاءالله عمري وویل چې افغانستان د اوږدو جګړو او اقلیمي بدلونونو له امله له وچکالۍ او زراعتي آفتونو سره مخ دی، چې د هېواد د حاصلاتو پر کمیت او کیفیت یې اغېز کړی دی. نوموړي له هند څخه د کرنیزو لابراتوارونو د تجهیز، د اوبو د زېرمو (چکډیمونو) د جوړولو او د مالدارۍ د کیفیت د کنټرول د مرکزونو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

د هند شارزدافیر ژمنه وکړه چې د افغانستان د کرنې وزارت د متخصصینو د روزنې لپاره به حضوري او آنلاین پروګرامونه پیل کړي او د افغان سوداګرو لپاره به د ویزو د اسانتیا په برخه کې هم همکاري وشي.

په پای کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې ګډې پروژې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې او د سیمه‌ییز ثبات لامل شي.