سوداګري

د تورخم او بولدک سوداګریزې لارې له ۲۷ ورځو راهیسې لا هم تړلې پاتي

انځور- ارشیف څخه

د تورخم او سپین بولدک مهمې سوداګریزې لارې، د ۲۷مې پرله‌پسې ورځې لپاره د سوداګریزي توکیو د لېږد پرمخ تړلي، چې له امله یې د افغانستان صادرات او واردات دواړه درېدلي او زرګونه د مالونو بار موټر په دواړو غاړو کې بند پاتې دي.

د طالبانو او پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې، د تورخم او سپین بولدک لارو اوږدمهاله تړل کېدلو له کبله د لاریو اوږدې لیکې جوړې شوې دي، او د دواړو هېوادونو د سوداګرو مالونه په بېلابېلو ځایونو کې بند پاتې دي.

په عادي حالاتو کې افغانستان له دې لارې پاکستان ته ډبرې، صابون‌پت، وچه مېوه، تازه میوه، سابه او نور توکي صادروي، او په بدل کې له پاکستانه سمنټ، درمل، ټوکر، او سبزي واردوي.

د سرچینو د اټکل له مخې، د تورخم له لارې د دواړو هېوادونو ورځنی تجارت نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي، چې له دې جملې شاوخوا ۷۰ میلیونه د افغانستان صادرات او ۱۳۰  میلیونه د پاکستان صادرات وي.

د افغان سوداګرو په وینا، د تورخم د بندېدو له امله په ځانګړي ډول خرابېدونکي توکي، لکه مېوې او سابه، له زیان سره مخ شوي، او د افغانستان د ختیځو ولایتونو بازارونو کې د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

په ورته وخت کې، د دواړو هېوادونو د کډوالۍ ادارو ویلي چې درې ورځې وړاندې تورخم او سپین بولدک لارې یوازې د هغو بې‌اسناده افغانانو د بېرته‌ستنېدو لپاره په جزوي ډول پرانیستل شوې، چې د پاکستان د اجباري ستنېدنې له بهیر سره تړاو لري. تر اوسه زرګونه افغان کډوال له همدې لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د اقتصاد کارپوهان وایي، د تورخم د لارې تړل نه یوازې د افغانستان سوداګرو ته تاوان اړوي، بلکې د سیمې پر اقتصادي ثبات هم منفي اغېز کوي.

یاده لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تر ټولو مهمو سوداګریزو لارو څخه ده، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي ترینګلتیا له امله وخت ناوخت تړل کېږي.