منځنی ختیځ

اسراییلو په جنوبي لبنان هوايي بریدونه کړي؛ هدف یې حزب‌الله ښودل شوی

انځور- ارشیف څخه

د اسراییلو پوځ د پنجشنبې په ورځ د جنوبي لبنان پر څو سیمو درانه هوايي بریدونه کړي او ویلي یې دي چې موخه یې د حزب‌الله د پوځي وړتیاوو د بیا جوړېدو مخنیوی دی. دا بریدونه له هغه اوربند وروسته شوي چې تېر کال د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې د پای لپاره شوی و.

د لبنان د روغتیا وزارت د راپور له مخې، په بریدونو کې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی. د اسراییلو پوځ د بیروت د وخت له مخې د درې بجو په شاوخوا کې د څو کلیو د تخلیې امرونه خپاره کړل، چې وروسته یې هوايي بریدونه پیل شول.

د اسراییلي حکومت ویاندې شوش بدرسیان وویل اسراییل به د خپلو پولو دفاع ته دوام ورکړي او حزب‌الله ته به اجازه ورنه‌کړي چې بیا ځان وسلوال کړي.

حزب‌الله بیا ویلي چې له اوربند سره ژمن پاتې دی، خو د اسراییلو پر وړاندې د مقاومت «قانوني حق» لري.

د ملګرو ملتونو موقتي ځواک (یونيفیل) د دغو بریدونو غندنه کړې او دا یې د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پرېکړه‌لیک ښکاره سرغړونه بللې ده. د لبنان پوځ هم دغه بریدونه وغندل او دا یې د «دښمن ویجاړونکی چلند» وباله چې د هېواد ثبات ته زیان رسوي.