امنیت نړۍ

د جرمني فدرالي څارنوالۍ: دوه افغان وګړي د یهودي اهدافو پر ضد د برید د توطیې په تور ونیول شول

د جرمني فدرالي څارنوالۍ اعلان کړی چې د ډنمارک په خاوره کې دوه افغانان د هغو تورونو پر بنسټ نیول شوي چې ګواکې دوی د جرمني په دننه کې د یهودي اهدافو پر ضد د برید د یوې توطیې برخه وو.

د آلماني چارواکو په وینا، له نیول شوو کسانو یو تن چې «تواب» نومېږي، د «قتل د هڅې د شریکوالي» په تور تر عدلي تعقیب لاندې دی او دا نیونه د جرمني او ډنمارک د پولیسو او امنیتي ادارو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې شوې ده.

دغه دوو کسانو نیول نږدې څلور میاشتې وروسته له هغې ترسره کېږي چې یو بل افغان-ډنمارکي تبعه، «علي»، ونیول شو؛ هغه کس چې ویل کېږي د ایران د یوې استخباراتي ادارې لپاره یې کار کاوه.

څارنوالانو ویلي، تواب له علي سره په تماس کې و او د آلمان په خاوره کې د احتمالي برید لپاره د وسلو او تخنیکي تجهیزاتو د برابرولو برخه کې یې ونډه لرله.

د جرمني د تورنو کسانو د نیولو د حکم پر بنسټ، تواب د وسلو، چاودېدونکو توکو او د هغوی د جوړولو د وسایلو په برابرولو بوخت و، او د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې یې ژمنه کړې وه چې یوه درېیم ناڅرګند کس ته وسله برابر کړي څو د آلمان په دننه کې پر یهودي اهدافو برید ترسره کړي.

د ډنمارک د استخباراتو مشر فین بورچ اندرسن ویلي: «موږ دا قضیه ډېره جدي نیسو، په ځانګړي ډول ځکه چې په دې پلانونو کې له منځګړو کسانو او جنایي شبکو څخه د تاوتریخوالي د اقداماتو لپاره کار اخیستل شوی و.»

له بلې خوا، د «یورلیم پست» ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دې قضیې لومړنی تورن (علي)، له وړاندې د برلین په ښار کې د یهودي کسانو او مرکزونو د جاسوسۍ په تور د ایران له استخباراتي شبکو سره تړاو لرلو په تور متهم شوی و.

د ډنمارک استخباراتي مامورینو د (علي) او د ایران د «قدس ځواک» له یوه افسر سره انلاین اړیکي تعقیب کړې وې او ترلاسه شوې معلومات یې آلماني چارواکو ته سپارلي وو.

د جرمني «بیلد» ورځپاڼې هم لیکلي چې علي له څو هغو ځایونو څخه چې د یهودي ټولنې پورې تړاو لري، لکه د آلماني-اسرائیلي ټولنه، یو اسرائیلي رستورانټ، د کوشر خوراکي توکو دوکان او د آلمان د یهودیانو د مرکزي شورا د رئیس «یوزف شوستر» دفتر عکسونه او معلومات راټول کړي وو.