امنیت

د سپین بولدک په نښته کې د یوې مېرمن په ګډون لږ تر لږه دوه ملکي وګړي وژل شوي

ځايي سرچینې وایي، د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په وروستۍ نښته کې لږ تر لږه دوه ملکي وګړي، چې یوه پکې ښځه هم ده، وژل شوي دي.

د سرچینو په وینا، ډزې د پاکستاني ځواکونو له لوري شوې او طالبانو پاکستان تورن کړی چې د اوربند سرغړونه یې کړې ده.

ځايي ډاکټران وايي، د پېښې قربانیان روغتون ته وړل شوي او د ځینو نورو ټپیانو وضعیت نازک دی.

دغه نښتې په داسې وخت کې شوې دي چې د طالبانو او پاکستان استازي دا مهال په استانبول کې د مسایلو د حل لپاره خبرې کوي.