امنیت

خواجه آصف یو وار بیا ویلي: که طالبانو سره مذاکرات ناکام شي، جګړه به یوازینۍ حل لاره وي

خواجه آصف، د پاکستان دفاع وزیر

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې که له افغان طالبانو سره روان مذاکرات بریالي نه شي، نو جګړه به د اسلام‌اباد یوازینۍ انتخاب وي.

خواجه آصف دا څرګندونې د یوې تلویزوني مرکې پر مهال وکړې. ده وویل چې د پاکستان یو پلاوی د طالبانو له استازو سره د خبرو د دوام لپاره استولی دی. نوموړي وویل «خبرې به سبا پیل شي. افغانستان باید د سیمې د سولې لپاره هوښیار چلند وکړي»

دواړو لوریو د اکتوبر پر ۲۵مه په استانبول کې د خبرو دوهم پړاو پیل کړی و، خو دغه خبرې وروسته تر هغې ودرېدلې چې پاکستان د طالبانو هغه دریځونه “غیرمنطقي” وبلل، کوم چې د اسلام‌اباد د پولو د امنیتي اندېښنو په اړه وړاندې شوي وو.

د منځګړیو هېوادونو په هڅو دواړه خواوې قانع شوې چې د خبرو پروسه یو ځل بیا پیل کړي، او د اوربند د دوام په اړه یې لنډمهاله هوکړه وکړه. ټاکل شوې چې د موافقې د عملي کولو څرنګوالی به د نومبر پر ۶مه د استانبول په یوې نوې غونډه کې وڅېړل شي.

خواجه آصف وویل، پاکستان د خبرو د بریا هیله لري، خو که پرمختګ ونه شي، “نو دا به یوازې د وخت ضایع وي.”

تر دې دمه د طالبانو حکومت د خواجه آصف وروستیو څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

Top of Form

Bottom of Form