د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له هېوادونو غوښتي چې د بیان او رسنیو د آزادۍ ملاتړ وکړي.
نوموړي ویلي:
«کله چې خبریالان چوپ شي، موږ ټول خپل غږ له لاسه ورکوو. راځئ، د مطبوعاتو د آزادۍ د دفاع لپاره یو موټی ودرېږو، د حسابورکونې غوښتنه وکړو، او ډاډ ترلاسه کړو چې د حقایقو ویونکي وکولای شي بې له وېرې خپل کار ترسره کړي.»
ښاغلي ګوترش دا وړ معافیت له مجازاتو څخه بېعدالتي او د بیان پر ازادۍ برید بللی دی.
هغه زیاته کړې چې په نړیواله کچه، د هر لسو وژل شوو خبریالانو له جملې نهه پېښې لا هم بېپاسخه پاتې دي.
د خبرنګارانو د ملاتړ سازمان د تازه شمېرو له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ۵۳۹ له خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او زور زیاتي پېښې ثبت شوي دي.
دغه پېښې کې وهل، ګواښ، بندي کول او زورزیاتي شامل دي.
په وروستۍ پېښه کې، سید راشد کاشفي چې د طالبانو استخباراتو شپږ میاشتې او ۱۸ ورځې بندي کړی و، پرون (شنبه، ۱۰ عقرب) له زندان خوشې شو.
نوموړی تېر کال هم د طالبانو له لوري نیول شوی او وهل شوی و.
د رسنیو د ملاتړ بنسټونه وايي، اوس مهال لږ تر لږه اووه خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي.
طالبانو له دې خبریالانو یو شمېر یې د «بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ» یا «د طالبانو د اصولو د خلاف فعالیتونو» په تور نیولي دي.
له دوی څخه ځینې ویډیوګانې هم خپرې شوې دي، چې د بشري حقونو سازمانونه یې اعترافات اجباري بولي.
د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) په وروستي راپور کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د رسنیو ازادي د سخت سانسور لاندې راغلې ده، او په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو فعالیتونه محدود شوي دي.
د دغه سازمان د ۲۰۲۴ کال د معلوماتو له مخې، یوازې په همدې کال کې ۱۲ رسنۍ تړل شوې دي.
په ورته وخت کې، د بې پولې خبریالانو لخوا په نړیواله درجهبندي ښيي چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې، د نړۍ له ۱۸۰ هېوادونو څخه په ۱۷۸ځای کې قرار لري، چې دا د مطبوعاتو د آزادۍ له پلوه یو له تر ټولو ټیټو شاخصونو څخه دی.
د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) په خپل تازه راپور کې د افغانستان په اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې پر معلوماتو ته لاسرسي محدودیتونو زیاتوالی د عامه بحثونو فضا محدوده شوې ده.
یوناما د امر بالمعروف وزارت د ۱۷مې مادې په اړه هم نیوکه کړې، چې د ژوندي موجوداتو د انځور خپرول منع کوي، او دا یې د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د کار د محدودولو یو مثال بللی دی.
له دې سره، د رسنیو یو شمېر څېړونکي وايي، طالبان پخپله د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو مرتکبین دي او د هغوی د معافیت فرهنګ لا هم روان دی.
