د لغمان ولایت په «سرخکاڼو» څلورلارې کې د ټرافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د ټرافیکو مدیریت د دې پېښې د تایید پر مهال ویلي، چې پېښه د درې موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د چارواکو په وینا، دا پېښه د تېرې چهارشنبې په شپه شاوخوا اته بجې رامنځته شوې ده.
یاده پېښه په داسې حال کې شوې، چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ټرافیکي پېښو کچه بېساري لوړه شوې ده، چې له امله یې لسګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي نښو نشتوالی، د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او د خراب سټیرینګ لرونکو موټرو زیاتوالی د دې ډول پېښو له اصلي لاملونو څخه شمېرل کېږي.
