سوداګري

د لارو بندېدلو له امله پاکستان کې د مېوو او سبزیو بیې لوړې شوې دي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو شخړو او سیاسي کړکېچونو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د مېوو او سبزیو سوداګري له دوو اونیو راهیسې درېدلې ده، چې له کبله یې په پاکستان کې د خوراکي توکو بیې بې‌ساري لوړې شوې دي.

د راپورونو له مخې د راولپنډۍ او اسلام‌اباد په بازارونو کې د رومیانو بیه کیلو ۴۵۰ روپۍ ته رسېدلې، هوږه په ۶۰۰، ادرک په ۸۰۰، مټر په ۴۰۰، پیاز په ۱۸۰ او مولۍ په ۱۵۰ روپیو پلورل کېږي. همدارنګه، د کندهاري انارو بیه ۶۵۰ روپۍ او د انګورو بیه له ۵۵۰ روپیو لوړه شوې ده.

سره له دې چې دا د حاصلاتو فصل دی؛ خو له افغانستان څخه پاکستان ته د رومیانو، مڼو، انارو، انګورو او وچو مېوو واردات په بشپړ ډول بند شوي. د پاکستان د سبزیو بازار د سوداګرو د ټولنې مشر غلام قادر میر وایي، «په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د مېوو او سبو فصلونه له منځه تللي، او موږ ډېره تکیه پر افغان وارداتو لرله. اوس عرضه کمه او تقاضا دوه چنده شوې ده، تر څو چې سوداګري بېرته پیل نه شي، بیې به نه راکمیږي.»

د چمن، خیبر، وزیرستان، کرمې، تورخم، خرلاچي او غلام‌خان په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټول لارې له ۱۴ ورځو راهیسې تړلي دي، چې له امله یې سلګونه بار وړونکي موټر د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته بند پاتې دي او په کې تازه مېوې او سبزیانې خرابې شوې دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلني سوداګریز حجم یوه ستره برخه د مېوو، سبزیو، وچو مېوو، سمنټو، سون توکو او نورو اساسي موادو تبادله ده، چې اوس یې د بندېدو له امله سلګونه موټر له بارونو ډک د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته بند پاتې دي.

د سوداګرو په وینا، د تورخم، چمن، غلام‌خان، خرلاچي او انګور اډې د لارو تړل د میلیونونو ډالرو په ارزښت سوداګریز زیانونه اړولي دي. هغوی وایي، که دا وضعیت دوام وکړي، نه یوازې د دواړو هېوادونو بازارونه اغېزمنېږي، بلکې د سیمه‌ییزو سوداګرو پانګې او صادراتي تړونونه به هم له خطر سره مخ شي.

Bottom of Form