افغانستان

د کونړ قومي مشران: د طالبانو پرېکړه به د ځنګلونو پرې کولو ته زمینه برابره کړي

د ختیځ کونړ ولایت قومي مشران وروسته له هغې د ځنګلونو د پرې کېدو په تړاو اندېښنه ښيي، چې له دغه ولایت څخه په دې وروستیو کې د طالبانو لوړپوړو مشرانو د لرګیو د ايستلو اجازه ورکړې ده.

د طالبانو د کرنې وزارت په خپله تازه پرېکړه کې په کونړ کې د ځنګلونو پخوانیو وهل شویو لرګیو ته د لېږدولو لپاره قانوني اجازه ورکړې ده او پکې ویل شوي، چې د لرګیو سوداګر به له دغو ځنګلونو څخه پرې شوي او زاړه لرګي لېږدوي.

دغې پرېکړې د یاد ولایت قومي مشران اندېښمن کړي او وایي، چې د دې لرګیو له وتلو سره ځنګلونو پرې کیږي او د زړو لرګیو په منځ کې تازه لرګي هم ایستل کیږي.

د څوکۍ ولسوالۍ قومي مشر حاجي کامل وایي، که طالبان د دې کار مخه ونه نیسي لیرې نه ده، چې ژر به په دې ولایت کې د ځنګلونو د پرې کولو بهیر ګړندی شي.

حاجي کامل زیاتوي: «(طالبان) باید زموږ د ځنګلونو د پرې کېدو مخه په جدي ډول ونیسي، هغه کسان چې ځنګلونه پرې کوي د ولس او خاورې مجرمان دی باید سزا ورکړل شي.»

دغه قومي مشر داسې مهال دا اندېښنې څرګندوي، چې تازه څو ورځې مخکې په څوکۍ ولسوالۍ کې تازه راپرې شوي لرګي ونیول شول.

کونړ میشتي هم د لرګیو په تړاو د دې پرېکړې مخالف دي او وایي، په دې سره طالبانو د ځنګل له منځه وړو او فساد ته لار هواره کړې ده.

د یاد ولایت اوسېدونکی نوراحمد صافی وایي: «د کونړ لرګي که داسې ووځي نو دا ظالمان د پیسو په بدل کې حتمي تازه لرګي هم پرې کوي. دا ظلم دی باید مخه یې ونیول شي، زاړه لرګي پاتې تازه پرې کېږي.»

د لرګیو سوداګر حاجي مدیر بیا د طالبانو له لوري دوی ته ورکړل شوی ۶ میاشتې وخت کم یادوي او وايي، په دې موده کې نشي کولای پخواني پرې شوي لرګي ولېږدوي.

دی وایي: «دا سمه ده چې ۶ میاشتې وخت یې موږ ته راکړ، خو دا کم وخت دی، موږ په دومره وخت دا لرګي نه شو لېږدولای.»

څوکۍ ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال بیا ډاډ ورکوي، چې هيچا ته به د ځنګلونو د پرې کولو اجازه ورنه‌کړي.

د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي محب الله هجرت وایي: «هیچا ته اجازه نه ورکوو چې ځنګلونه پرې کړي، یا هم د زړو لرګیو په منځ کې تازه لرګي قاچاق کړي. که ونیول شول سزا به وویني.»

کونړ میشتې وایي د تازه لرګیو په قاچاق کې ځينې د سیمې طالبان هم لاس لري او باید مخه يې ونیول شي.

کونړ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان دا خبره ردوي، چې ګوندې ځینې طالبان  د لرګیو له سوداګرو په غیرقانوني ډول پېسي اخلي او په غیرقانوني توګه لرګیو د لېږدولو اجازه ورکوي.

د طالبانو امنیه قوماندان عبدالخالق حقاني وایي، له دغه ولایت څخه يوازي هغو لرګيو ته د وتلو اجازه ورکول کیږي، چې په پرېکړه کې اجازه ورکړل شوې ده.

دی وایي، که یې په دې تړاو څوک ونیول شي سخته سزا به وویني.

کونړ کې د ځنګلونو د پرې کولو په تړاو اندښنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې په ختیځ کې د ځنګلونو د پرې کولو د مخنیوي په تړاو د طالبانو له لوري يوه ځانګړې قطعه هم جوړه شوې ده.

د هېواد په ګڼو ولایتونو کې له کلونو راهیسې د ځنګلونو د خپلسرې وهنې او د لرګيو د قاچاق په تړاو شکایتونه کېږي، خو څنګه چې اړتیا ده د خلکو پوښتنو ته ځواب نه دی ویل شوی.