د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، د خواف ـ هرات د رېلپټلۍ له لارې د لومړي ځل لپاره د ډیزل تېلو یوه جوپه افغانستان ته وارد شوې ده.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې پرون ماښام ۲۰ وېګنه ډیزل تېل، چې ټولیز وزن یې ۱۱۲۰ ټنه دی او د یو خصوصي شرکت ملکیت دی، د هرات ولایت د روزنک اورګاډي تمځای ته راورسېدل.
حقشناس زیاته کړې، چې د ټولګټو وزارت هڅه کوي د رېلپټلۍ د پروژو د پلي کولو او د پټلۍ د شبکې د پراختیا له لارې د افغانستان د سوداګرو لپاره د ټرانزیټ او وارداتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د خواف ـ هرات رېلپټلۍ د افغانستان او ایران تر منځ یو مهم اقتصادي دهلیز بلل کېږي، چې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د مالونو د لېږد په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
د افغانستان د تېلو د وارداتو ډېره برخه د ځمکنیو لارو له ایران، ترکمنستان، او ازبکستان څخه ترسره کېږي، خو د خواف – هرات د اورګاډي له لارې دا لومړنۍ جوپه د یوې نوې اقتصادي لارې د فعالېدو نښه ده. د رېلپټلۍ له لارې د تېلو واردات نه یوازې د ترانسپورټ لګښتونه راکموي، بلکې د وارداتي توکو د رسولو سرعت هم زیاتوي.
د انرژۍ د چارو کارپوهان وايي، که دغه لاره په دوامداره توګه فعاله وساتل شي، نو افغانستان به وتوانېږي د تېلو په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره اوږدمهاله سوداګریز تړونونه وکړي او د انرژۍ د عرضې ثبات تضمین کړي.
