نږدې دوه پېړۍ کېږي چې موږ د ځان او خپل وطن په اړه د استعمار له خوا د جوړو شویو ادبیاتو، کیسو او روایتونو له یو سیلاب سره مخ یو. دا درواغجن روایتونه او کیسې بیا – بیا تولیدېږي او د رسنیو له لارې په پراخه پیمانه موږ ته رسېږي، څو زموږ نړۍ لید بدل کړي او نړۍ هغهډول را وښيي، لکه څنګه چې استعماري ځواکونه یې انځوروي.
په دې موده کې موږ له درېیو سترو استعماري قدرتونو سره مخ شوي یو:
- په نولسمه پېړۍ کې د برېتانوي امپراتورۍ یرغلونه د «تمدن رسونې» تر شعار لاندې توجیه کېدل؛
- په شلمه پېړۍ کې د سړې جګړې پر مهال شوروي اتحاد خپل یرغل د «انټرناسیونالیستي مکلفیت» په نوم روا باله؛
- او په یویشتمه پېړۍ کې امریکا او د هغې متحدینو پر موږ د «ترهګرۍ ضد جګړې» نومی یرغل وتاپه.
په حقیقت کې هره بهرنۍ لاسوهنه د یو ښکلي شعار تر سیوري لاندې راغلې، خو موخه یې تل یوه وه: واکمني او تسلط.
هرې امپراتورۍ زموږ په اړه د خپلې خوښې روایت لیکلی دی. چا موږ د «صحرا اوسېدونکي»، چا د «غرونو قبایل» او چا د «تلپاتې جګړو خلک» بللي یو. دا روایتونه د علمي څېړنو محصول نه دي، بلکې د استعماري سیاست وسلې وې، هدفمند، دروغجن او وژونکي تبلیغات چې د ټولنپوهنې او وګړپوهنې تر نوم لاندې خپرېدل. د استعمار قلم د هغه د ټانک او توپ په اندازه وژونکی دی.
موږ باید د دغو درواغجنو روایتونو ښکار نه شو. دا جیوپولیټیکه لوبه ده او جیوپولیټیک هېڅکله د اخلاقو ډګر نه دی. دا د زور، بېرحمۍ او درواغو لوبه ده، چیرته چې عدالت او انسانیت یوازې د شعارونو په توګه کارېږي. غریب او محروم ملتونه تل د دغو لوبو قربانیان پاتې شوي او افغان ملت یې تر ټولو ستر قرباني دی.
موږ باید له هغو قدرتونو د انصاف تمه ونهلرو چې د استعماري تاریخ اوږد میراث لري. برېتانوي امپراتورۍ د «تمدن» تر نوم لاندې ملتونه وران کړل؛ شوروي اتحاد د «انترناسیونالیزم» تر شعار لاندې زرګونه افغانان ووژل او امریکایانو د «ازادۍ» او «ډېموکراسۍ» په نوم زموږ پر کلیو، حجرو، دېرو او ان ودونو بمونه وغورځول.
د شعارونو نوم بدل شو، خو زهرجن ذهنیت هماغه پاتې دی ظلم د اخلاقو په ژبه توجیه کېږي.
دا د استعماري منطق ماهیت دی؛ ظاهراً تا د مرستې لپاره نیسي، خو په پټه خنجر درکوي. ستا ښوونځي سوځوي، بیا د «تعلیم» تر نامه لاندې NGO رالېږي.
د جګړې مافیا جوړوي، بیا یې د «افغان فساد» ننداره نړۍ ته وړاندې کوي. افراطیت زېږوي، بیا یې د له منځه وړلو دعوه کوي. که غواړو ژوندي پاتې شو، باید دا ظالمانه حقیقت وپېژنو او خپل بومي روایت د فکري دفاع لپاره وساتو.
د افراطیت د نادرست روایت تر شا د استعمار فکري میراث:
ډېری ملتونه چې له استعمار څخه ازاد شوي، خپله ملي کیسه یې بېرته ترلاسه کړې او له سره یې لیکلې ده. خو موږ افغانان لا هم د نورو د قلم تر سیوري لاندې ژوند کوو. زموږ تاریخ، ټولنه او حتا زموږ هویت لا هم د لندن، مسکو او واشنګټن د ارشیفونو له زاویې تعریفېږي.
برېتانوي چارواکو موږ په نولسمه پېړۍ کې «بېنظامه قبایل» بللي وو. وروسته روسي او امریکايي څېړونکو په شلمه پېړۍ کې همدغه درواغ د «نامتمدنه» او «ناکامه دولت» تر نوم لاندې تکرار کړل. دا اصطلاحات د بېطرفه علمي څېړنو پایله نه وه، بلکې د یرغل او سیاسي تسلط وسلې وې. کله چې یو ملت په ملي او نړۍوال کچ «بېنظمه» او «ناکامه» معرفي شي، د بهرني تسلط توجیه پرې اسانه کېږي.
زموږ غمیزه دا ده چې د اوږدې تبلیغاتي جګړې او رواني تسلط له لارې ډېری افغانان د دغو درواغو ژبې سره عادت شوي او په ناپوهۍ سره یې منلي دي. موږ ته دا باور را کړل شو چې ګواکې ستونزه زموږ په ځان کې ده او استعمار ته مشروعیت ورکړل شو.
د استعماري درواغو بېلګې ډېرې دي، خو تر ټولو زهرجن درواغ دا دي چې افغاني ټولنه ګواکې د «افراطیت» طبیعي تمایل لري. په دې لیکنه کې موږ همدغه غلط روایت څېړو.
د ۲۰۰۱ کال له پېښو مخکې لوېدیځ افغانستان «محافظهکاره ټولنه» باله، خو د سپتمبر له پېښو وروسته دا اصطلاح بدله شوه او اوس موږ د دوی په وینا «افراطي» یو. دا بدلون تصادفي نه و، بلکې د جیوپولیټیک ظالمانه لوبه وه. لوېدیځ اړتیا لرله چې له قرباني مجرم جوړ کړي، څو خپل پوځي یرغل توجیه کړي.
خو حقیقت دا دی چې افغان ټولنه افراطي نه وه او نه ده. زموږ کلتور محافظهکار خو منځلاری، متوازن او ژور انساني دی. زموږ دودونه د زغم، احترام او ګډ ژوند پر بنسټ ولاړ دي.
په هر هېواد کې محافظهکارې ټولنې شته، حتا په لوېدیځ کې هم داسې ډلې شته چې خپلو ماشومانو ته واکسین نه کوي او یا د وینې ورکړه ردوي، خو څوک هغوی افراطي نه بولي. ولې؟ ځکه چې زورور د تعریف واک لري. د لوېدیځ محافظهکاري «ازادي» بلل کېږي، خو د ختیځ محافظهکاري «افراطیت».
تر شلمې پېړۍ پورې په افغانستان کې د ښاري نخبه قشر او کلیوالي محافظهکارې ټولنې ترمنځ ګډ ژوند ممکن و. اختلاف موجود و، خو نه تاوتریخوالی و او نه افراطیت. د شاهي نظام مامورین او د ښار خلکو یوه برخه د موډرنې نړۍ د دودونو پیروان وو، حال دا چې کلیوالي سیمو لا هم د ماقبل موډرنیزم په فضا کې ژوند کاوه. سره له دې، د دواړو طبقو ترمنځ تعامل، همکاري او یو ډول ټولنیز توازن موجود و.
په کلیو او دیرو کې به هم موسیقي وه او هم لمونځ؛ د کلي لوستی مامور به له ښاره په ښاري بڼه راتلو، د کلیوالو د موسیقۍ په محفلونو کې به یې ګډون کاوه او په مذهبي مراسمو کې به یې برخه اخیسته. خو د تکفیر او دښمنۍ بحث نه مطرح کېده.
افراطیت زموږ له فرهنګ نه دی راټوکېدلی، بلکې د هېواد له پولو بهر یې سرچینه ده، ریښه یې بیا هم استعمار دی، چې د زور، سیاست او تبلیغ له لارې یې زموږ د ټولنې پر هویت د شک تور رامنځته کړ.
د تاوتریخوالي او افراطیت لومړۍ څپه او زموږ ذهني ازادي:
د تاوتریخوالي او افراطیت لومړۍ ستره څپه د سړې جګړې پر مهال راپورته شوه. شوروي یرغل زموږ ټولنیز توازن ونړاوه، او بیا امریکا او د هغې لویدیځو متحدینو پرېکړه وکړه چې د مذهب له لارې جګړه وکړي. امریکا او یو شمېر عربي هېوادونو میلیاردونه ډالر پاکستان ته ورکړل ترڅو د بېوزلو افغان مهاجرینو له منځه ماشومان استخدام کړي، مغزونه یې ومینځي او بېرته د جګړې ډګر ته یې واستوي.
دغه ماشومان، چې د لوږې او بېکورۍ ښکار وو، د کرکې او وژنې په درسونو وروزل شول. افراطیت تر هغه حده ورسېد چې ښوونځي وسوځول شول، د ښځو پر مخونو تېزاب وشیندل شو، په زندانونو کې شکنجې وشوې، د ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو غوږونه او پزې پرې کړل شول، د ښځو سینې پرې شوې، د انسانانو سرونه پرې شول او بیا پرې د «رقصِ مرده» نندارې وښودل شوې. په لویو لارو کې مسافرین د «انساني سپیانو» په واسطه داړل شول، ماشومانو ته د لوبو په بڼه بمونه ورکړل شول او بېشمېره نور وحشيانه جنایتونه وشول. اوس چې په هېواد کې د افراطي او مذهبي ډلې واکمني لیدل کېږي او د ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیزونه لګول شوي، دا ټول د هغه استعماري او استخباراتي جوړښتونو نتیجه ده چې افراطیت یې زېږولی و.
دا ټولې پېښې زموږ د تاریخ او فرهنګ له اصلي ریښو نه وې؛ بلکې د استخباراتي لابراتوارونو مصنوعي تولیدات وو چې بهر کې جوړ شول او افغانستان ته صادر شول. دا د نړۍ هغه ښکاره ریاکاري ده چې هماغو چې اور یې بل کړ، وروسته یې د سولې سوداګري کوله، اور بلونکي بیرته د اور د له منځه وړلو مدعيان شول او موږ ټول د دغو پردیو درواغو او افراطي سیناريوګانو قربانيان یو.
اوس زموږ تر ټولو لويه دنده دا ده چې نه یواځې هېواد بیا ورغوو، بلکې خپل شعور او تفکر هم ازاد او د استعماري اغیزو څخه پاک کړو. تر هغه چې موږ خپل ځان د پردیو روایتونو له زاویې وینو، ریښتینې ازادي نشو موندلی. د افغانستان خلاف استعمار ضد مبارزه یوازې فزیکي مقاومت نه دی؛ بلکې دا ذهني او فکري جګړه هم ده.
موږ باید د هغو درواغو او تحریفشویو ادبیاتو او افکارو مقابله وکړو چې د بهرنیو ذهنونو له لارې زموږ په اړه خپاره شوي. موږ باید خپله کیسه پخپله ولیکو؛ هغه کیسه چې زموږ د مقاومت، کلتور او انسانیت انعکاس وي.
افغانستان د افراطيانو هېواد نه دی؛ بلکې دا د استعمار د ظلمونو څخه د ژوندي پاتې شويو افغانانو هېواد دی. موږ د امپراتوريو د توپونو، د شوروي د ټانکونو او د امريکا د بېپيلوټه الوتکو تر بمونو ژوندي پاتې شوي يو. هغه څه چې دوی ونه شول کولی له منځه يوسي، دا د افغان د ازادۍ روح و/دی.
اوس وخت را رسېدلی چې دا روح د بقا له حالت څخه د خپلواکۍ، ودې او ځان ټاکنې پر لور یوړل شي. نور موږ نه شو کولای د نورو د لوبو ډګر پاتې شو، باید د لوبې قواعد بدل کړو او خپل تعریف او اراده خپله وټاکو.
وروستۍ خبره:
د استعمار تر ټولو زهرجن دروغ دا دي چې موږ بېکاره، بېوسه او بېنظمه یو. هر امپراتور دا خبره ویلې، هر افغان نسل دا اورېدلې، خو تاریخ ښيي چې زموږ اصلي ځانګړنه دا ده چې موږ هېڅکله نه تسلیمېږو او نه هم د بل تسلط منو. اوس وخت دی چې د پردیو کيسو او روایتونو څخه ځان خلاص کړو. موږ ناکامه ملت نه یو؛ موږ زخمي کړی شوی ملت یو او زخمېدلي ملتونه که خپل هوش، عزم او روایت وساتي، بیا راپورته کېږي. د دې راپورته کېدو لومړۍ ګام د خپل روایت بیرته ترلاسه کول او د استعمار له کنډوالو خپل هویت ژغورل دي.
ډاکټر فضل محمود فضلي په مخکیني جمهوریت کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار او د چارو ادارې رییس وو.
د هغو مقالو منځپانګه چې د آمو وېبسایټ د لیدلوري په برخه کې خپرېږي، مسوولیت یې لیکوال ته ورګرځي.
