د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د ملګرو ملتونو د ورځې او د دغه سازمان د ۸۰مې کلیزې په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو حالت د دوامدارو محدودیتونو له امله ورځ تر بلې خرابېږي.
یوناما ویلي، د افغانستان بشري ناورین دا مهال د نړۍ د سختو بشري بحرانونو له ډلې څخه دی، ځکه چې دوه پر دریمه برخه خلک یې بشري مرستو ته اړتیا لري. د اعلامیې له مخې، د نړیوالو مرستو کمېدل د ژغورونکو خدمتونو دوام له خطر سره مخ کړی او د بېوزلو کورنیو کړاوونه یې لا زیات کړي دي.
په اعلامیه کې د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کار او په عامه ژوند کې د هغوی پر ګډون د طالبانو لګولي محدودیتونه د بشري حقونو څرګند نقض بلل شوي دي. یوناما ټینګار کړی چې دا بندیزونه نه یوازې د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د افغانستان د راتلونکې لپاره هم جدي ګواښ دی.
د یوناما د مشرې مرستیالې جورجېټ ګاګنون په وینا، د ملګرو ملتونو د ۸۰مې کلیزې دا ورځ د ګډ کار او نړیوالې همکارۍ ارزښت یادوي. هغې وویل:
«افغانستان نشي کولای د یوازیتوب په لاره د ثبات او پرمختګ هدف ته ورسېږي. د سولې او پرمختګ لپاره سیمهییزه او نړیواله همکاري، ډیالوګ او همغږي ضروري ده.»
د یوناما د بشري همغږۍ مشر اندریکا راتواټې هم له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه:
«موږ د افغانانو زغم او د مرستندویو کارکوونکو هڅې ستایو. د ملګرو ملتونو ژمنه ده چې د افغان ولس تر څنګ به نن، سبا او په راتلونکې کې هم ولاړ پاتې شي.»
یوناما په پای کې ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب، د بشري حقونو درناوی، ټولګډونه حکومت او نړیوال ملاتړ د افغانستان د سولې، ثبات او دوامدار پرمختګ لپاره بنسټیز ارزښت لري.
