د سعودي عربستان پاچا د یوه شاهي فرمان له مخې شیخ صالح بن فوزان بن عبدالله الفوزان د دغه هېواد د نوي لوی مفتي په توګه ټاکلی دی.
د سعودي دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دا ټاکنه د ولیعهد محمد بن سلمان د وړاندیز پر بنسټ شوې ده.
شیخ صالح الفوزان به د لوی مفتي تر څنګ د علماوو د سترې شورا مشري هم پر غاړه ولري، او د دینی څېړنو او فتوا د عمومي ریاست د مشر په توګه به هم دنده ترسره کوي.
نوموړی د پخواني لوی مفتي شیخ عبدالعزیز آلالشیخ ځای ناستی دی، چې د روان کال د سپتمبر په ۲۳مه نېټه یې له نړۍ سترګې پټې کړې.
شیخ صالح الفوزان څوک دی؟
شیخ صالح الفوزان په ۱۹۳۵ کال د القصیم ولایت د «شماسیه» په کوچني ښار کې زېږېدلی دی. خپلې لومړنۍ زدهکړه یې د سعودي عربستان په «بُرَیده» ښار کې کړې او وروسته یې د امام محمد بن سعود اسلامي پوهنتون د شریعت له پوهنځي څخه د فقهې په برخه کې د ماسټرۍ او دوکتورا سندونه ترلاسه کړل.
د ماسټرۍ څېړنه یې د وراثت د قوانینو په اړه وه، او د دوکتورا رساله یې د اسلامي فقهې له مخې د حلالو او حرامو خوړو د احکامو په اړه لیکلې وه. هغه له سترو علماوو لکه شیخ عبدالله بن حمید، شیخ ابراهیم بن عبید او وروسته له شیخ عبدالعزیز بن باز څخه علمي ګټه اخیستې ده.
شیخ الفوزان وروسته د قضايي مطالعاتو د عالي انسټیټیوټ رئیس وټاکل شو. نوموړی د ګڼو علمي آثارو لیکوال دی، چې له هغو څخه «الارشاد الی صحیح الاعتقاد»، «البیان لأخطاء بعض الکتاب»، او د څلورو ټوکونو مجموعه «الخطَب المنبریة» د زدهکوونکو او امامانو ترمنځ د باور وړ سرچینې بلل کېږي.
په ۱۹۹۲ کال کې شیخ صالح د دایمي علمي څېړنو او فتوا د کمېټې غړی وټاکل شو او تر اوسه پورې په همدې څوکۍ پاتې شوی دی. هغه د اسلامي فقهې د شورا غړیتوب هم درلود، چې د نړیوال اسلامي ټولنې (Muslim World League) اړوند کار کوي، او د حج د موسم پر مهال د تبلیغاتو د څار کمېټې غړی هم و.
شیخ الفوزان له فراغت وروسته د تدریس دنده پیل کړه. هغه د ریاض د علمي انسټیټیوټ، د شریعت پوهنځي او د اصول الدین پوهنځي استاد پاتې شوی، او وروسته د عالي قضايي انسټیټیوټ رئیس شو. د هغه د تدریس کلونو د قاضیانو، علماوو او ديني زدهکوونکو یوه پراخه نسل وروزه.
هغه د ریاض د شهزاده متعب بن عبدالعزیز د جومات د امام او خطیب په توګه هم اوږده موده خدمت کړی، او تر ننه هلته د عقیدې، فقهې، میراث او عربي علومو درسونه ورکوي.
د هغه علمي غږ د اسلامي نړۍ تر هر کونج ورسېد، په ځانګړي ډول د سعودي راډیو د «نور علی الدرب» د خپرونې له لارې، چې د ده د ارام بیان، مستند دلایلو او علمي صداقت له امله میلیونونو اورېدونکو درناوی او باور ترلاسه کړی دی.
