امنیت

متحده عرب اماراتو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ

عکس از امضای توافق آتش‌بس فوری میان طالبان و پاکستان در دوحه. آرشیف


متحده عربي اماراتو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سمدستي اوربند د هوکړې هرکلی کړی، او دا یې د سولې او ثبات په لور یو مهم او رغنده ګام بللی دی.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دا هوکړه کولی شي د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کړي او د دوامدارې سولې لپاره لار هواره کړي.

په اعلامیه کې د قطر او ترکیې هڅې هم ستایل شوې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ یې د رغنده خبرو اترو زمینه برابره کړه او دواړه لوري یې د تاوتریخوالي پر ځای تفاهم ته وهڅول.

وزارت زیاته کړې: “متحده عربي امارات د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې په سیمه کې د امنیت، ثبات او پرمختګ لامل کېږي، او د پاکستان او د طالبانو تر واک لاندې سیمو د خلکو هیلې د سولې، پرمختګ او ښه راتلونکي لپاره شریکې ګڼي.”

دغه اوربند له هغو نښتو وروسته اعلان شوی، چې په وروستیو اونیو کې د دواړو خواوو ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښې د تاوتریخوالي له امله مرګ‌ژوبله اوج ته رسېدلې وه.