نړۍ

د ټرمپ او پوتین ناسته وځنډېده؛ روسیې د اوربند وړاندیز رد کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ پلان شوې سرمشریزه وځنډول شوه، ځکه مسکو له اوکراین سره د سمدستي اوربند وړاندیز رد کړ او د خبرو اترو چمتووالی یې ونه ښود.

د سپینې ماڼۍ یو لوړپوړي چارواکي ویلي، «په نږدې راتلونکې کې د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر پوتین د لیدنې هیڅ پلان نشته.» دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ترمنځ ةلیفوني خبرې وشوې، خو دواړو د مخامخ لیدنې پرېکړه ونه کړه.

ټرمپ تېره اوونۍ اعلان کړی و چې دی به ژر له پوتین سره په هنګري کې وګوري، څو د اوکراین جګړې ته د پای حل پیدا کړي، خو روسیه لا هم امتیاز ورکولو ته چمتو نه ده. مسکو غوښتنه کړې چې اوکراین دې د اوربند په بدل کې د ختیځې دونباس سیمې یوه برخه روسیې ته پرېږدي.

سرچینې وايي، روسیې واشنګټن ته په یوه «غیر رسمي یادښت» کې خپل زاړه شرطونه بیا تکرار کړي، چې له مخې یې د دونباس د بشپړ کنټرول غوښتنه شوې ده. دا د ټرمپ هغه وړاندیز ردوي چې جګړه دې د اوسنیو کرښو په هماغه حالت کې بنده شي.

اروپايي مشران له واشنګټنه غواړي چې د اوربند پر غوښتنه کلک پاتې شي او د موجودو کرښو پر بنسټ دې راتلونکي مذاکرات پیل شي. د ناټو عمومي منشي مارک روتا هم واشنګټن ته تللی، او تمه ده نن چهارشنبه له ټرمپ سره وګوري.

د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي: «موږ د ولسمشرانو ترمنځ یو عمومي درک لرو، خو لا تر اوسه هېڅ نېټه نه ده ټاکل شوې. جدي چمتووالی وخت ته اړتیا لري.»

اروپايي ډیپلوماټان وايي، د روبیو او لاوروف د لیدنې ځنډ دا څرګندوي چې تر څو چې مسکو خپلې سختې غوښتنې نرمې نه کړي، امریکا د پوتین ـ ټرمپ سرمشریزې ته چندان لیواله نه ده. یو اروپايي چارواکي ویلي: «زما په اند روسانو ډېر څه غوښتل، او امریکایانو ته څرګنده شوه چې په بداپېسټ کې د ټرمپ لپاره هېڅ معامله نشته.»

اروپايي هېوادونه اندېښنه لري چې ټرمپ به له پوتین سره له جدي امتیازونو پرته وګوري. دوی د ټرمپ د هغه دریځ ملاتړ کړی چې جګړه باید سمدستي ودرول شي او د اوسنیو کرښو پر بنسټ دې د سولې خبرې پیل شي.

د بډاپېسټ د غونډې ځای ټاکنه هم د اروپایي ټولنې دننه جنجالي شوې، ځکه د هنګري لومړی وزیر ویکتور اوربان له روسیې سره نږدې اړیکې لري. له دې سره، پولنډ خبرداری ورکړی چې که پوتین د دوی د هوايي حریم له لارې هنګري ته الوت وکړي، کېدای شي د نیولو نړیوال وارنټ  له مخې یې ونيسي.

په ورته حال کې، لاوروف ویلي، د راتلونکې غونډې نېټه او ځای دومره مهم نه دي څومره چې د تېرې (الاسکا) سرمشریزې د تفاهماتو عملي کول مهم دي.

تر اوسه دواړه لوري د سرمشریزې د بشپړ لغوه کېدو خبره نه کوي، خو ښکاري چې د خبرو اترو پروسه تر نامعلومې مودې ځنډېدلې ده.