د پاکستان یو لوړپوړی دولتي پلاوی نن د افغانستان پلازمېنې کابل ته ځي، څو له طالب چارواکو سره د امنیت، سوداګرۍ او اړیکو په اړه خبرې اترې وکړي. د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نرمول، د سوداګرۍ پراختیا او د تګ راتګ د اسانتیا رامنځته کول دي.
تمه ده چې د دواړو لورو استازي به د ډیورنډ فرضي کرښې د مدیریت او د تګ راتګ د اسانتیاوو په اړه مفصل بحثونه وکړي.
دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د تورخم د وروستي تړل کېدو او سیمهيیزو ترینګلتیاوو وروسته، افغانستان او پاکستان د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د دوحې په خبرو کې پر سمدستي اوربند سلا شوي دي. دا هوکړه د دواړو ګاونډیو ترمنځ د کلونو ترینګلتیاوو د پای ته رسېدو پر لور یو مهم ګام بلل کېږي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، دا اوربند «د سیمهيیزې سولې نوی فصل» دی. ده زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو استازي به د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په استانبول کې یو ځل بیا سره وګوري، څو د هوکړې وروستي جزئیات نهایي کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د یو بل د حاکمیت درناوی به د خبرو اصلي بنسټ وي.
سیاسي شنونکي وايي، دا سفر او وروستي پرمختګونه کولای شي د طالبانو او پاکستان اړیکې له نوي پړاوه تېرې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ دایمي ثبات او متقابل اعتماد ته لاره هواره کړي.
