د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازو د دوشنبې په ورځ د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنياهو سره وکتل، څو د غزې د اوربند پلان بېرته عادي حالت ته را وګرځوي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې اونۍ په پای کې د تاوتریخوالي نوو پېښو د اوربند د ګډوډېدو خطر رامنځته کړ.
ریپوټونه وايي، د يکشنبې په ورځ په یو برید کې دوه اسرائيلي سرتېري ووژل شول، او په ځواب کې د اسرائيل بمباريو لږ تر لږه ۲۸ کسان په غزه کې وژلي دي. عیني شاهدان وايي د ټانکونو او هوايي بریدونو له امله په ګڼو سیمو کې ویجاړۍ شوې او خلک نه پوهېږي چې د اوربند د «ژېړې کرښې» حدود دقیقاً چېرته دي.
د امریکا استازي سټیو ویتکوف او د ټرمپ زوم جارډ کوشنر د اوربند د دویم پړاو د عملي کولو او د دواړو لورو د باور د بیا ټينګښت لپاره اسرایل ته تللي دي. د راپورونو له مخې، د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس هم نن (سهشنبه) اسراییل ته سفر کوي، څو د سیمې د امنیتي او سیاسي ستونزو په اړه له اسرایيلي چارواکو خبرې وکړي.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې امریکا هڅه کوي اوربند وساتي او د حماس د کړنو په اړه به ژر اقدام وکړي. نوموړي زیاته کړه، که څه هم د حماس د اوربند سرغړونه شوې، خو باور نه لري چې د هغې مشران په دې کار کې لاس ولري، بلکې ښايي ځینې خپلسري وسلهوال یې د دې لامل شوي وي.
د اوربند لومړی پړاو هم له ګډوډۍ سره مخ و، او اوسنی وضعیت ښيي چې د حماس د بېوسلې کولو، د اسرائيلي ځواکونو د شاتګ او د غزې د راتلونکي سیاسي جوړښت په اړه اختلافونه لا هم نه دي حل شوي.
په قاهره کې د حماس د مشر خلیل الحیې او مصري چارواکو تر منځ خبرې هم روانې دي، څو د اوربند د عملي کولو په اړه سلا مشورې وشي. له بلې خوا، سره صلیب ویلي چې د حماس له لوري یې د یوه بل اسرائيلي یرغمل جسد ترلاسه کړی او هغه یې اسرائيلي پوځ ته سپارلی دی. اسرایلي چارواکي وايي، حماس ښايي د نورو پنځو جسدونو د سپارلو توان ولري، خو د پاتې ۱۵ کسانو مړي د غزې د ویجاړتیا له امله موندل ستونزمن دي.
د اسرایل د دفاع وزیر اسرایل کاتز ویلي چې د اوربند «ژېړه کرښه» به په فزیکي ډول په نښه شي او هر څوک چې له هغې هاخوا پاتې شي، بې له خبرداري به پرې ډزې وشي. خو د غزې اوسېدونکي وايي، کرښه لا په ښکاره ډول نه ده معلومه، او له همدې امله په سیمه کې ګډوډي زیاته شوې ده.
د وروستیو نښتو له امله د اوربند راتلونکی لا هم مبهم ښکاري. د حماس بېوسلې کول، د اسرائيلي ځواکونو بشپړ شاتګ او د غزې د حکومت جوړښت هغه درې مهمې مسئلې دي چې د اوږدمهاله سولې پر وړاندې لا هم جدي خنډونه دي.
