د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو او پاکستان تر منځ د سمدستي اوربند د هوکړې هرکلی کړی او هغه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې او ثبات پر لور یو مهم ګام بللی دی.
په یوه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) خپره شوې، ویل شوي چې په پلازمېنه دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب لاسلیک شوی اوربند یو ښه پرمختګ دی او د دواړو خواوو د شخړو د هواري لپاره ګډ میکانیزمونو جوړول به د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.
سعودي عربستان ویلي، چې د سیمې او نړۍ د سولې، ثبات او امنیت لپاره د هر ډول رغوونکو هڅو ملاتړ کوي او ژمن دی چې د افغانستان او پاکستان د وروڼو ملتونو ترمنځ د اعتماد، امنیت او سوکالۍ فضا رامنځته شي.
په اعلامیه کې هیله څرګندې شوې چې دا مثبت ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچونو د پای ته رسېدو لامل شي.
سعودي عربستان همداراز د قطر دولت او د ترکیې جمهوریت هڅې ستایلې، چې د دې هوکړې د ترسره کېدو لپاره یې رغنده رول ادا کړی دی.
