سوداګري

بغلان کې د لومړنیو توکو د بیو کموالی؛ خلک یې لا هم د پېرلو وس نه لري

د بغلان ولایت په مرکز کې د لومړنیو توکو په ځانګړې توګه د غوړیو، اوړو او وریجو بیې کمې شوې دي؛ خو په دې حال سره خلک د لومړنیو توکو د پېر وس نه لري.

د بغلان ولایت یو شمېر اوسېدونکي، د لومړنیو توکو له کموالي د خوښۍ په څرګندولو وایي، چې د لومړنیو توکو بیې د تېرو میاشتو په پرتله کمې شوې دي.

خلک وایي، سره له دې چې د لومړنیو توکو بیې راټیټې شوې دي؛ خو هغوی یې د پېرولو وس نه لري.

د بغلان ولایت یو اوسېدونکی عثمان وايي: «د خوراکي توکو بیې ټیټې شوې؛ خو تر دې نورې هم باید کمې شي؛ ځکه د پېرولو وس یې نشته، له همدې امله موږ غواړو دغه بیې نورې هم راکمې شي.»

بېوزلي او ناچاري د دې لامل شوې، چې د بغلان ډېری اوسېدونکي سره له دې چې د لومړنیو توکو بیې د مخکې په پرتله ۲۰ سلنه کمې شوې دي، ونه‌شي کولای دغه توکي وپېري.

د بغلان یو بل اوسېدونکی جمیل هم زیاتوي: «خوراکي توکي تر مخکې ارزانه شوې دي؛ خو خلک یې اوس هم د پېرولو وس نه لري؛ ځکه کاروبار نشته او ستونزې زیاتې دي. که وغواړو خپل لومړني توکي وپېرو تر ډېره یې په پور اخلو؛ ځکه په یوه وخت کې د دومره پيسو وس نه لرو.»

په دې لړ کې د پلخمري اوسېدونکي په کړکېچن اقتصادي وضعیت کې د لومړنیو توکو د بیې له کموالي خوښي څرګندوي او په بازارونو کې د بیو د لا زیات کموالي غوښتونکي دي.

پلخمري ښار کې د خوراکي توکو د بیو د کمېدو لامل څه دی؟

یو شمېر هټیوال د لومړنیو توکو په بیو کې کموالی په نړیوال بازار کې د دغو توکو د بیو کموالی ګڼي.

د پلخمري ښار یو هټیوال مجیب‌الله وایي: «بیې د څو میاشتو مخکې په پرتله راټیټې شوې دي، د بېلګې په توګه لس لیتره غوړي له ۱۵۰۰ افغانیو ۱۰۰۰ افغانیو ته رارسېدلي او په همدې توګه د نورو توکو په بیو کې هم بدلون راغلی دی.»

د هټیوالو په خبره سره له دې چې د لومړنیو توکو بیې ټیټې شوې دي؛ خو اوسېدونکي یې لا هم د پېرلو وس نه لري او لومړني توکي په پور وړي.

یو بل هټیوال عارف مومند زیاتوي: «د لومړنیو توکو بیې کمې شوې دي؛ له غوړیو نیولې تر اوړو او وریجو. د بېلګې په توګه یوه بوجۍ اوړه مخکې ۲۸۰۰ افغانۍ وو؛ خو اوس ۲۳۰۰ افغانۍ او په همدې توګه د یو من وطني وریجو بیه ۴۵۰ افغانیو ته رسېدلې ده. د بیو د کمېدو لامل په نړیوالو بازارونو کې د دغو توکو ارزانه کېدل دی.ِ»

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د پلخمري ښار اوسېدونکو تل د لومړنیو توکو د بیو له لوړوالي شکایت درلود.