ورزش

راشد خان د پاکستان هوايي بریدونه وحشیانه وبلل او د لوبغاړو پر مړینه یې خواشيني وښوده

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ستوري راشد خان د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دا بریدونه وحشیانه او غیرانساني دي او د ملکي کسانو پر وړاندې ترسره شوي «ناوړه او ظالمانه عمل» دی.

راشد خان په خپل اکس (پخوانی ټویټر) حساب کې لیکلي:

«زه د هغو ملکي کسانو او د کرېکټ لوبغاړو د مړینې له امله ژور غمجن یم، چې د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو قربانیان شول. دا یوه غمیزه ده چې ښځې، ماشومان او هغه ځوان کرېکټران یې له موږ واخیستل، چې د افغانستان د استازولۍ خوبونه یې لیدل.»

نوموړي د ملکي تاسیساتو هدف ګرځول غیر اخلاقي او وحشيانه بللي او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې «د بشري حقونو څرګنده سرغړونه ده او باید له پامه ونه غورځول شي.»

راشد خان همدارنګه د افغانستان د کرېکټ بورډ  پرېکړې ملاتړ کړی چې له مخې یې افغانستان د راتلونکو سیالیو لپاره له پاکستان سره د لوبو نه کولو پریکړه کړې ده.

هغه لیکلي:

«زه د افغانستان کرېکټ بورډ پرېکړه ستایم. زه د خپلو خلکو ترڅنګ ولاړ یم، ځکه د ملي وقار او انساني ارزښتونو ساتنه له هر څه مهمه ده.»

د پاکستان هوایي بریدونه د اکتوبر په نهمه، ۲۰۲۵ نېټه د کابل په څنډو کې ترسره شول، چې د طالبانو د چارواکو په وینا، ګڼو ملکي کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده. له دغو بریدونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې نښتې هم رامنځته شوې دي.