د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې وسلهوالو د شمالي وزیرستان په یوه پوځې مرکز ځانمرګی برید کړی، او د امنیتي ځواکونو په غبرګون کې څلور بریدګر وژل شوي دي.
د سرچینو په وینا، برید هغه مهال وشو چې یوه ځانمرګي د چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوځ د کمپ دېوال ته ور ولګاوه، او ورپسې درې نورو وسلهوالو هڅه وکړه چې کمپ ته ننوځي.
تر اوسه په دغه برید کې د اوښتې مرګژوبلې دقیق جزییات نشته، خو جیش فرسان محمد په کې د لسګونو سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې ده.
چارواکو ویلي چې د پاکستاني ځواکونو کوم تلفات نهدي شوي او برید یې په بشپړه توګه شنډ کړی دی.
د پاکستاني رسنیو په وینا د دغه برید مسوولیت د حافظ ګلبهادر اړوند ‘جیش فرسان محمد’ ډلې پر غاړه اخیستی دی. د پاکستان پوځ وايي چې د تېرو دوو ورځو په عملیاتو کې یې د دغې ډلې له ۸۰ زیات وسلهوال وژلي دي.
یاد برید د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو او د لنډمهاله اوربند تر اعلان وروسته شوی، هغه مهال چې دواړه لوري یو بل د تاوتریخوالي او د ترهګرو د ملاتړ په تورنولو بوخت دي.
