افغانستان

د سپین‌بولدک دروازه د افغان کډوالو د ستنېدولو لپاره په لنډمهالي ډول پرانیستل شوه

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزون وايي، چې د کندهار او کوټې ترمنځ د سپین‌بولدک دروازه نن (جمعه) د لنډ وخت لپاره د هغو افغان کډوالو پرمخ پرانیستل شوه، چې غواړي خپل هېواد ته ستانه شي.

دا دروازه شاوخوا یوه اوونۍ مخکې وروسته له هغه تړل شوې وه، چې د طالبانو له لوري د پاکستاني پوستو پر ضد ځوابي بریدونه ترسره شول.

پاکستان تېره اوونۍ د دغو بریدونو له امله د سپین‌بولدک دروازه د تګ‌ راتګ پرمخ تړلې وه، چې له امله یې زرګونه کډوال په دواړو لورو کې بند پاتې وو.

د چارواکو په وینا، دروازه یوازې د هغو کسانو لپاره موقتي پرانیستل شوې، چې غواړي د راجستر شوو لېستونو له مخې بېرته افغانستان ته ستانه شي.