د کندهار ځايي سرچینې وايي، د چهارشنبې په شپه (د تلې ۲۳مه) پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا پر سپین بولدک ولسوالی د هاوان ګولۍ ویشتلي، چې له امله یې یو ملکي کس وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
د سرچینو په وینا، دا بریدونه له هغه وروسته شوي چې د پاکستاني چارواکو او طالبانو لهخوا د ۴۸ ساعتونو اوربند اعلان شوی و.
سرچینې زیاتوي چې دا اوربند د پکتیا ولایت په ځینو سیمو کې هم د پاکستاني ځواکونو له لوري مات شوی، او تېر ماښام د دغه هېواد له خاورې څخه د افغانستان لوري ته ډزې شوې دي. ویل کېږي چې دا بریدونه د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ په ځینو سیمو ترسره شوي دي.
په همدې ورځ په کابل ښار کې هم دوه پرلهپسې چاودنې شوې. دا چاودنې د تایمني د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په سیمه کې شوې دي. د پاکستان دولتي رسنیو ویلي، چې دا برید د “ټيټيپي” د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره ترسره شوې وې.
د ایمرجنسي روغتون چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغو چاودنو کې ۵ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
د روغتون په وینا، د وژل شویو او ټپیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، او له ټپیانو څخه د لسو کسانو حالت نازک دی.
سرچینو آمو ته ویلي، چې د چهارشنبې له سهاره تر غرمې پورې د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ په پکتیکا کې د پولې څلور ولسوالۍ او د کندهار د سپین بولدک د دروازې په سیمه کې نښتې شوې وې.
همدارنګه ویل شوي، چې د سپین بولدک ځینې برخې د پاکستاني ځواکونو د هوایي بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
