د طالبانو تر واک لاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د وروستیو شمېرو له مخې، سږکال په افغانستان کې د خټکیو ټول حاصلات له یو میلیون او ۳۵۸ زرو متریک ټنو څخه زیات شوي دي.
یاد وزارت ویلي، چې د بادغیس، بلخ، هرات، جوزجان، کندهار، زابل او ننګرهار ولایتونه د پراخو کرنیزو ځمکو له امله د خټکیو په حاصلاتو کې تر نورو ولایتونو مخکې دي. د معلوماتو له مخې، سږکال په ټول هېواد کې ۷۴ زره او ۴۷۶ هکټاره ځمکه د خټکیو لپاره کرل شوې ده.
افغانستان خټکي د خپل خوږ خوند او لوړ کیفیت له امله په سیمه کې ځانګړی شهرت لري.
په هېواد کې د خټکیو بېلابېل ډولونه کرل کېږي، لکه چغتي، شکرپاره، جینتور، سبزک، ارکاني، لوبیای امیري او زنبورچه. د دغو له ډلې، «نريپوسته خټکي» ژر خرابېږي، خو «شکوري خټکي» د غټ پوټکي له امله د اوږدمهاله ساتنې وړ دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ټینګار کړی، چې هڅې روانې دي څو د کورني او بهرني بازار موندنې له لارې د هېواد بزګرانو ته د عاید ښه فرصتونه برابر شي او د خټکیو صادرات لا پراخ شي.
