ځايي سرچینو «آمو» ته ویلي، چې د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ نن سهار (چهارشنبه، د تلې ۲۳مه) د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ په «قمرالدین ګېټ» او «خان محمد ګېټ» سیمو کې نښتې رامنځته شوې دي.
د سرچینو په وینا، جګړه د سهار په لومړیو ساعتونو کې پیل شوې او تر دې دمه روانه ده.
تر اوسه د پکتیکا په دغه نښته کې د دواړو لورو د تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ دروازې په سیمه کې هم د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوې وې.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د سپین بولدک په جګړه کې ۱۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي.
د ده په وینا، جګړه د چهارشنبې په سهار شاوخوا څلور بجې پیل شوې او تر اته بجو پورې یې دوام کړی دی.
د پاکستان چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه هیڅ رسمي څرګندونې نه دي کړي.
