د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام يو چارواکي ويلي، اروپايي او عربي هېوادونه، کاناډا او امريکا متحده ايالات د غزې د بيا رغونې لپاره د شاوخوا ۷۰ ميليارده ډالرو تمويل ته لېوالتيا څرګنده کړې ده.
ياد چارواکی «جېکو سېليېرز» وايي، د اسرائيلو او حماس ترمنځ دوه کلنې جګړې په غزه کې شاوخوا ۵۵ ميليونه ټنه ملبه پرېښې ده، چې د مصر د «جېزا» له احرامونو ۱۳ چنده زياته ده. هغه زياته کړه، ښايي د غزې بشپړه بيا رغونه لسګونه کاله وخت ونيسي.
د ده په وينا، له څو اروپايي هېوادونو او کاناډا څخه «ډېر مثبت پيغامونه» ترلاسه شوي، او له امريکا سره هم خبرې روانې دي.
له هغې وروسته چې د اسرائيلو او حماس ترمنځ اوربند عملي شو، ګڼ شمېر فلسطينیان خپلو ويجاړو شوو کورونو ته ستانه شوي دي. د غزې د روغتيايي چارواکو په وينا، د اسرائيلي بمبارۍ له امله د تېرو دوو کلونو په جګړه کې شاوخوا ۶۸ زره کسان وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو د سپوږمکۍ د څار مرکز (UNOSAT) له مخې، يوازې په غزه ښار کې د ټولو ودانيو ۸۳ سلنه زيانمنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام چارواکي وايي، تر اوسه یې د غزې له سيمې له ۸۱ زره ټنه زيات ملبه پاکه کړې ده او کار دوام لري.
جګړه هغه مهال پيل شوه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسلهوالو پر اسرائيلو بريد وکړ، چې پکې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ تنه يرغمل شول. د تازه اوربند له مخې، حماس وروستي ژوندي اسرائيلي يرغمل خوشې کړي او اسرائيلو هم د فلسطيني بنديانو يوه ډله بېرته خوشې کړې ده.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوه کلنې جګړې د پای اعلان کړی دی.
