د پاکستان د دفاع وزیر خو اجه محمد آصف د دوشنبې په ورځ د طالبانو حکومت پر هغه «متضاد دریځ» نیوکه وکړه چې له یوې خوا یې د پاکستان پر ضد د ګواښونو ژبه کارولې او له بلې خوا یې د خبرو غوښتنه کړې ده.
خو اجه آصف دا څرګندونې د جیو نیوز په خپرونه کې وکړې، په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د تاوتریخوالي له پېښو وروسته حالات ترینګلي شوي دي.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، د پاکستاني ځواکونو او طالبانو په وروستیو نښتو کې له ۲۰۰ زیات کسان وژلي شوي. خو طالبان ادعا کوي چې د پاکستان پوځ ۵۸ سرتیري یې وژلي، چې د یو شمېر ویډیوګانې یې په ټولنیزو رسنیو هم خپرې شوې.
خو اجه آصف ټینګار وکړ چې هر دولت د خپل دفاع حق لري، او پاکستان هېڅکله د ملکي خلکو پر ضد عملیات نه دي کړي، بلکې یوازې یې د وسلهوالو پټنځایونه له منځه وړي دي.
هغه خبرداری ورکړ چې د افغانستان خاوره د بېلابېلو ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پناهځای بدله شوې ده.
وزیر زیاته کړه، د هېواد د پولو ساتنه د وفاقي حکومت ذمهواري ده، نه د صوبې، خو که د خیبر پښتونخوا حکومت د همکارۍ نیت لري، نو اسلاماباد یې هرکلی کوي.
ده دا هم وویل چې د افغان کډوالو د ستنېدو او بېرته لېږلو پرېکړه د وفاقي حکومت له خوا کېږي، او همدغه اداره به د ناقانونه مېشتو کسانو په اړه وروستۍ پریکړه کوي.
