د ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ ویلي، د پاکستان او طالبانو تر منځ وروستۍ نښتې د هماغه «ترهګرۍ د ملاتړ» پایله ده چې اسلاماباد په تېرو کلونو کې ترسره کړی و.
محسن داوړ په خپل ایکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي: «موږ هغه وخت د طالبانو د جوړېدلو او ملاتړ پر ضد خبرداری ورکړی و. طالبان که په افغانستان کې وي او که د تحریک طالبان پاکستان په نوم، دواړه یو دي. اوسني خونړي پېښې د هماغه غلط سیاست نتیجه ده.»
هغه ویلي، کله چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې جمهوري نظام نسکور شو او طالبان پر کابل واکمن شول، د پاکستان حکومت او یو شمېر سیاسي جریانونو دا پېښه د خوښۍ او بریا په توګه ونمانځله، حال دا چې دا «د ترهګرۍ منل» وو.
داوړ ټینګار کړی: «د طالبانو لخوا د کابل نیونه یو غیرقانوني عمل و، خو زموږ حکومت او سیاستوالو ورته د بریا مبارکۍ ورکولې. ما هغه وخت وویل چې دا اور به بېرته زموږ کور ته راځي — نن هماغه ورځ راغله.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د شنبې په شپه (د تلې ۱۹مه) د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ په پوله سختې نښتې وشوې.
د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد د ادعا له مخې، په دې جګړه کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۲۵ پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې دي، خو د پاکستان پوځ ویلي، نږدې ۲۰۰ طالبان او ورسره تړلي جنګیالي یې له منځه وړي دي.
ځايي سرچینې وايي، له دغو نښتو وروسته د پاکستان بېپیلوټه الوتکو د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) د کندهار سپین بولدک په ځینو سیمو بمبارۍ کړې دي.
طالبانو او د پاکستان چارواکو تر اوسه د دغو بریدونو د هدف او تلفاتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې، خو د محسن داوړ په باور، دا وضعیت د هغه غلط سیاست نتیجه ده چې «ترهګري یې د ستراتیژۍ ژوروالي برخه ګرځولې وه.»
