انګلستان د غزې د خلکو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۲۰ میلیونه پونډو (شاوخوا ۲۷ میلیونه ډالرو) د مرستې یوه نوې کڅوړه اعلان کړه. دا مرسته به د اوبو، حفظ الصحې او روغتیايي خدمتونو د برابرولو لپاره وکارول شي.
د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمر دغه اعلان د یکشنبې په ورځ هغه مهال وکړ، چې د نړۍ د مشرانو د یوې غونډې لپاره مصر ته ورسېد. د بریتانیا حکومت ویلي، دا مرسته به د یونیسف، د نړېوال خوړو پروګرام او د ناروې د کډوالو شورا له لارې وویشل شي، څو د لوږې، خوارځواکۍ او ناروغیو له ګواښ سره مخ خلکو ته ورسېږي.
په همدې ورځ د اسراییلو او حماس تر منځ اوربند هم درېیمه ورځ ته داخل شو، چې د دوه کلنې جګړې د ختمېدو د یوې هوکړې لومړنی پړاو بلل کېږي.
انګلستان همداراز اعلان وکړ چې د غزې د بیارغونې لپاره به یوه درې ورځنۍ نړېواله غونډه جوړه کړي. د دې غونډې ګډونوال به د بېلابېلو هېوادونو استازي، خصوصي سکتور او د پرمختیايي مالي بنسټونو غړي وي، چې پکې د بیارغونې او پرمختیا اروپایي بانک او نړیوال بانک هم شامل دي.
بریتانیا ویلي، دا مالي کال یې فلسطین ته ټولټال ۷۴ میلیونه پونډه بشري مرسته ورکړې ده. یاد هېواد تېره میاشت رسمي ډول فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه هم وپېژاند.
